مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

احمد فیصل
د افغانستان کرکټ ملي لوبـډله شل اووريز نړيوال جام ته تر لار موندنې وروسته په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوه چې د کابل د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يې تود هرکلى وشو.د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سيالۍ په ايرلينډ او سکاټلينډ کې په ګډه په لاره اچول شوې وې چې په کې د دويمې درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو ‌څخه ١٤ غوره لوبډلو برخه اخيستې وه.افغانستان وکولى شول چې له دغو سياليو څخه د څلورم ځل لپاره د شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته چې ټاکل شوې ده د ٢٠١٦ کال په مارچ مياشت کې په هندوستان کې ترسره شي، لاره پيدا کړي.د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د زمري په ٦مه د غرمې شاوخوا دوولس بجې په داسې حال کې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته را ورسېده چې سلګونه کسان يې هرکلي ته راغلي وو، په ډولونو او اتڼونونو يې هرکلى وکړ.په هوايي ډګر کې د سلګونو مينه والو تر څنګ د ملي شورا غړي، د ولسمشرۍ ماڼۍ استازي، يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او کار کوونکي يې هرکلي ته راغلي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery