مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هند پخوانی ولسمشر، ساینسپوه اي پي جي عبدالکلام د ۸۳ کلونو په عمر مړ شو

احمد فیصل
عبدالکلام د تامیل ناډو ایالت په رامېشور سیمې کې زېږېدلی و او له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ کاله یې د هندوستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله.نوموړی له دې مخکې د هند پوځي توغندیو رغاونې پروګرام اړوند و.هغه د هند توغندي جوړولو پروګرام بنسټګر بلل کېږي او دغه راز د هند په اتومي پروګرام کې یې هم رول مهم و د هند کورنیو چارو فدرالي وزیر ایل سي ګویل ویلي، چې هند حکومت د اي پي جي عبدالکلام د مړینې له کبله اووه ورځنی رسمي ویر اعلان کړی.د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي ' هند د خپل یوه ستر ساینسپوه، قابل ولسمشر او اغیزلرونکي شخص په مړینه غمګین دی 'عبدالکلام په ۱۹۶۹ کال کې د ایروناټیکل انجنرنګ له بشپړولو وروسته د هند فضايي څېړنو مرکز کې دنده پیل کړه.له هغه وروسته تر دریو لسیزو پورې نوموړي د هند دفاعي پرمختګ او څېړنو ادارې او د هند فضايي څېړنو مرکز منتظم و.نوموړي ته ۱۹۷۷ کال کې د هغه خدمتونو بدل کې د هند تر ټولو لوی ملکي اعزاز بهارت رتن ورکړل شوی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery