مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په بغلان کې تښتول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشي شوي

احمد فیصل
په بغلان کې د پیسونو په بدل کې تښتول شوي مسافر خوشي شوي او دواړو لورو ژمنه کړې چې له دې وروسته به يو بل ته زيان نه رسوي. درې ورځې وړاندې په ټوليز ډول د ټونس موټر ١٦ مسافر چې له ډنډ غوري څخه د بغلان د مرکز پلخمري پر لور روان وو، د پلخمري په ډنډ غوري سيمه کې د وسله والو کسانو له خوا برمته شول چې په همدې ورځ يې څلور ښځې او يو نارينه خوشي کړل، خو ١١ نارينه يې يوه نامعلوم ځاى ته ولېږدول. دا کسان ځکه برمته شوي وو چې د دهنه غوري خلکو د ډنډغوري اړوند ٤٠٠ پسونه له څرځاى نه بوتلل او مالکانو ته يې له سپارلو ډډه کوله. د ډنډ غوري خلکو ويلي وو، تر هغو چې د دوى څاروي خوشي نه شي، د مقابل لوري کسان به له دوى سره بنديان وي، خو بالاخره نيول شوي کسان تېر ماښام د څارويو په بدل کې خوشي شول. د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پُردلي وويل چې دا ١١ کسه د ولايت د سرپرست مرستيال او سپين ږيرو په منځګړيتوب راخوشي شوي دي. د خال محمد په نوم يوه خوشي تن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوو وسله والو کسانو د ډنډ غوري په خواجه کلا کې د دوى موټر ودراوه او دى يې له لسو نورو کسانو سره يوه جومات ته بوتلل او يوه شپه ورځ يې هلته ساتلى و. هغه زياته کړه چې وروسته يې دوى له کومې څېړنې پرته خوشي کړل. د ډنډ غوري يوه مخور سردار خان وويل: ((د ډنډ غوري خلکو له يوه شپانه سره نيولي پسونه بېرته ورکړل او مقابل لوري يې هم په بدل کې نيولي کسان خوشي کړل.)) هغه زياته کړه چې د دهنه غوري خلکو ژمنه وکړه چې مقابل لوري ته په خپلو سيمو کې د څارويو د څرولو اجازه ورکوي او مقابل لورى به هم دوى ته زيان نه اړوي. د ويلو ده چې په لومړيو کې امنيتي چاروکو ويلي وو چې ١٣ کسه برمته شوي چې وروسته يې څلور ښځې او يو نارينه خوشي شوي، خو اته نور لا نه دي خوشي شوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery