مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سېلابونو په میدان وردګو کې خلکو ته زیانونه اړولي دي

احمد فیصل
د میدان وردګو ولایت په چک،سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې تېره شپه د زیاتو اورښتونو له له کبله سیلابونه راوتلي،چې په بېلابېلو برخو کې زیانونه اړولي دي . د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه سیلابونو د اوښتو کره زیانونو د معلومولو په موخه سیمې ته یو پلاوی د سروې په موخه استول شوی،ترڅو زیانونه معلوم او زیانمنو ته مرسته ورسول شي . لومړني معلومات ښیي چې، د راوتلې سیلابونو له امله لسګونه کورونه،کاریزونه ، بندونه، استنادي دیوالونه،سلګونه جریبه کرنېزه ځمکه او باغونه تخریب شوي دي . دوه ورځې وړاندې هم د میدان وردګو ولایت په چک، سیداباد او نرخ ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي وو،چې له امله یې په سیداباد ولسوالۍ کې ۲۱۶ کورونه،۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه،۲۶۰ متره استنادي دیوال،۴ د اوبو بندونه او ۳ د اوبو کاریزونه تخریب شوي دي . دغه راز په چک ولسوالۍ کې ۵۳ کورونه،۱۶ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۵ متره سړک تخریب شوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery