مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حنیف اتمر په ازبکستان کې د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره کتلي

احمد فیصل
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ازبکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې، امنيتي، سياسي او اقتصادي مسايلو خبر کړې دي. د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ وايي، حنيف اتمر پرون تاشکند ته رسېدلى او ټاکل شوې چې تر سبا به په دغه هېواد کې وي. هغه زياته کړه د ملي امنيت سلاکار پرون د دغه هېواد د ملي امنيت له رييس، د دفاع له وزير، د بهرنيو چارو وزير، د اقتصاد وزير او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا له سکرتر سره يې ليدنې کتنې کړې دي. د غورځنګ په وينا، د دغو ليدنو پر مهال د سيمه ييزې امنيتي همکاريو پر زياتولو، د دواړو هېوادونو د سرحدي چارو پر همغږۍ، امنيتي ګواښونو او د بنديانو پر تبادلې خبرې شوې دي. حنيف اتمر له ازبکستاني چارواکو سره د ليدنو پر مهال په ډاګه کړې چې د افغانستان امنيت په اصل کې د ټولې منځنۍ او سوېلي اسيا د امنيت لپاره اړين دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery