مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو ومنله چې د دوی مشر ملا محمد عمر مړ شوی

احمد فیصل
د طالبانو مشرتابه شورا د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې د خپل مشر ملامحمد عمر مرګ تایید کړ.د طالبانو اعلامیه، چې د هغوی په رسمي ادرس رسنیو ته رسیدلې وايي، چې ددوی مشر ملامحمد عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. طالبانو په دې اعلامیه کې، چې د ملاعمر کورنۍ هم پکې یاده شوې، د طالبانو ددغه مخکیني مشر پر فعالیتونو خبرې شوې دي. طالبانو په دې اعلامیه کې راتلونکې درې ورځې د ملاعمر لپاره د ختمونو او فاتحو لپاره بیلې کړې دي.په اعلامیه کې د ملاعمر ورو ملا عبدالمنان او زوی مولوی محمد یعقوب له خلکو غوښتنه کړې، چې که د ملاعمر له خوا یې حقوق تلف شوي بښنه ورته وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery