مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جار سم! (۲)

محمود نظري


 

دویمه برخه


 دداسې واکمن خاین جار سم
 چې هم غل وي هم قاتل وي هم امر وي دقضا

 دداسې ګل اندامې ښځې جار سم
 چې هم چپړۍ چپړو وي هم شينګړوپينګړووي هم څک اروا

 دداسې روڼ اندي ملا جار سم
 چې هم مردار وي هم خمار وي هم ورکوي فتوا

 دداسو باروردارو واکمنو جار سم
 چې هم برمته کوي هم حمله توبره کوي هم ژړا

 دداسې باتور لیکوال جار سم
 هم لیکل کوي هم چاپول کوي هم یې ویشي وړیا

 دداسي وخت شناس لیکوال جار سم
 چې کله کنیزک وي کله موږک وي کله هم ګوري آب او هوا

 دداسې کامل مسلمان سړ ي جار سم
 چې هم دا کوي هم هاکوي هم خندا بړچا

 دداسې ټېکه دارزمري جار سم
 چې هم تالا کوي هم ژړا کوي هم ځغستا

 داسې بردار دنظار شورا غړي جار سم

 چې لري دسمال چارخانه په سر پکول یوبغله په موتړ عکس داحمد شاه

 دداسې سولې مولې فضا جار سم
 چې هم انتحار وي هم بمباري وي هم ویشل کیږي حلوا

 دداسې شخصي د زور وحدت جار سم
 چې کار یې دیوبل بد ویل وي، هم مخامخ هم له اړخه هم پشلا

 دامریکا دایمانداره سیاسته جار سم
 چې بمبارد وي هم خپل هم پردی هم شابالا

 دامریکا دذمه وارسیاسته جار سم
 چې دی هم بې پروا هم ناروا هم کامروا

 دداسې سوچه مسلمان جار سم
 چې مني هم مندر هم ماجد هم کلیسا

 دداسې ډیر پوه افغانانو جار سم
 چې مني دبل ډېپا، خپل خړ پا اوترټولو بې حیا

 دداسې بختور چپنکي جارسم
 خره یې زمریان کړه چوراوغلایې اعلان کړه لا یې خلک بولي راجا

 دداسې ښه منتخب وکیل جار سم
 چې زر عیبه شرعي وي هم مور وپلارازاري وي هم ترې عذاب وي خیر سلا

 دداسې ښو خلکو د دوران جار سم
 په پټو سترګو مني دشیطان، هم امر هم فرمان هم فتوا

 دهغه ماشا‌‌‌ء الله طالب جارسم
 چې نه وي خبر په رښتیا ،هم دچا ده فتوا ،خوار وي بنګولا

 دهغه ډیر پوه مجاهد جارسم
 هم دبوسو خوسی وي، هم بې مغزه سړی وي هم ضد وي دالله

 دداسې فی سبیل الله جهاد جار سم
 چې وي د شیطان فتوا، پیسې دامریکا رهبري د ګوپالا

 د داسې صا دق اجراییه باچا جار سم
 چې هم په ډبره ولي پښتون، هم وایي زه یم پښتون هم په دفترکې نه لري پښتون

 وییونه:
الي دودا ( بیکاره سړی )؛څک اروا ( وږسترګې )،زوا ( زاری)؛مړتک( سست)؛الپی الا ( نستمن)؛چپړۍ چپړو( ناراسته ښځه)؛ شينګړوپينګړو( سته پسته )؛بړوا( دووس)؛تړتاوا( مزی) شوبا ( ناسنت)، ډبا ( غټ سړی)، ډېپا(نوکر)،خړپا( مفعول)، شابالا( دزوم ملګری په واده کې) ، ټټاوڼ ( لاپوک)،بنګولا ( ناخبره)، ګوپالا( تیار خور) .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery