مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هېواد کې د پانګونې کچه ۳۰ سلنه ټیټه شوې

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
له پانګونې د ملاتړ اداره (ایسا) وايي چې د تېر ۲۰۱۴ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د پانګونې کچه کمه شوې ده. د دې ادارې معلومات په ډاګه کوي چې د تېر کال د شپږو میاشتو په پرتله، سږ کال په ورته موده کې په پانګونه کې ۱۲۰ میلیونه ډالره کموالی راغلی دی. له پانګونې د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې، د پانګونې دغه کموالی تر ډېره د کانونو، صنایعو او د ساختمان په سکتورونو کې لیدل کېږي. د ایسا مشر محمد قربان حقجو وايي چې د ۲۰۱۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۹۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې وه، خو سږ کال په ورته موده کې دغه کچه ۲۷۰ میلیونه ډالرو ته را ټیټه شوې ده. د ایسا ادارې مشر، سږ کال د پانګونې په بهیر کې ۱۲۰ میلیونه ډالره کمښت د اندېښنې وړ بولي او وايي که اوسنۍ اقتصادي وده همداسې ټکنۍ روانه وي، نو ښايي هېواد له اقتصاد بحران سره مخ شي. حقجو زیاتوي چې حکومت باید په هېواد کې له پانګونې ملاتړ وکړي، پانګوالو او سوداګرو ته مناسب بستر او اسانتیاوې برابرې کړي. له پانګونې د ملاتړ ادارې مشر زیاته کړې چې د صنعت او پانګونې د ملاتړ لپاره یې خپل سل ورځنی پلان چمتو کړی دی. د هغه په وینا، په دغه سل ورځني پلان کې د پالیسیو جوړول او په ځانګړو سکتورونو کې د ستونزو او ننګونو په ګوته کول شامل دي. نوموړي په ټول هېواد کې د سروې او څېړنو تر سره کول د خپل سل ورځني پلان یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې دغه سروې او څېړنې د دې لپاره ترسره کوي څو د هېواد د اقتصاد په اړه یو څرګند تصویر ولري. د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې محمد قربان حقجو وايي، د دې سروې پر مټ به معلومه کړي چې ایسا کومو خدماتو ته ډېره اړتیا لري او کوم کارونه باید په لومړیتوب کې ونیول شي. له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د پانګونې بهیر ټکنی شوی دی او تر څنګ یې د وزګارو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې لوړېږي. د هغو رسمي شمېرو له مخې چې په وروستیو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا خپرې شوې، ښيي چې د روان ۱۳۹۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر میلیون ډېر پر کاري شرایطو برابر کسان وزګار شوي دي. د بهرنیو مرستو کمېدو، کړکېچن امنیتي او سیاسي وضعیت، د بهرنیو ځواکونو وتلو او د نړیوالو موسسې تړل کېدو؛ په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده. تېر کال د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو له امله په ځانګړې توګه د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت بحراني شو چې له امله یې ګڼو خلکو خپله پانګه بهر وایستله. له هېواده د پانګې تېښته سبب شوې چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت په بې ساري ډول له لاسه ورکړي. په افغان بازارونو کې اوس مهال یو ډالر د ۶۴ افغانیو په بدل کې پلورل کېږي چې دغه وضعیت د خلکو اندېښنې راپارولې دي. د پانګونې د ملاتړ اداره خبرداری ورکوي چې که حکومت د پانګونې او صنعت د تشویق لپاره لازم ګامونه پورته نه کړي، د هېواد اقتصاد وده نه شي کولای او وضعیت ښايي تر دې هم کړکېچن شي. ویل کېږي، افغانستان په هره برخه کې د پانګونې لپاره بالقوه ظرفیتونه لري، خو نا امني او بې ثباتي یې پر وړاندې ستر خنډ دی. بهرني پانګوال امنیت او خوندي چاپېریال په افغانستان کې د پانګونې لپاره لومړنی شرط بولي، هغه څه چې د افغانستان حکومت په تېرو دیارلسو کلونو کې په دې برخه کې نا توانه و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery