مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-24   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

عزيزي: د بې عدالتۍ په صورت کي دي خلک ږغ پورته کړي

اداره
کندهار، افغانستان- کندهار والي وايي د بې عدالتۍ په صورت کي دي خلک د مسوولو چارواکو په وړاندي خپل ږغ پورته کړي. دا خبري کندهار والي نن د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کي يوې جوړي سوې غونډي ته وکړې. په غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، د زراعت رئيس احمدشاه روشن، د معارف مرستيال محمدعوض نظري، د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق او يو شمېر مشرانو ګډون کړی وو. د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق وويل چي د دغه ولسوالۍ يو شمېر معلمين د ښار په ښوونځیو کي تدريس کوي او ولسوالۍ يې له پامه غورځولې ده چي له دې سره د ولسوالۍ د معارف کيفيت ټيټ سوی دی. هغه زياته کړه چي معارف رياست بايد د ولسوالۍ معلمين په ولسواليو کي استخدام کړي تر څو د ولسوالۍ ماشومانو ته تدريس وکړي. د پنجوايي ولسوالۍ سرپرست ښاروال محمود نور وويل په دغه ولسوالۍ کي د ۱۴ ښوونځيو ودانۍ ترميم ته اړتيا لري. هغه زياته کړه چي د دې ولسوالۍ په يو شمېر کليو کي داسي کوچنيان سته چي په خېمو کي زده کړي کوي. نوموړي هيله وښوده چي د خېمو پر ځای د ماشومانو لپاره ښوونځي تعمير سي. محمود نور وويل چي په دغه ولسوالۍ کي دا مهال ۵ صحي مرکزونه سته چي د ټولي ولسوالۍ په سطحه بسنه نه کوي. هغه زياته کړه چي که ۳ صحي مرکزونه نور جوړ سي، نو د دې ولسوالۍ لويه ستونزه به حل سي. نوموړي داراز غوښتنه وکړه چي د دې ولسوالۍ د زراعتي امراضو د مخنيوي په موخه دي زراعت رياست يو مختصص دې ولسوالۍ ته ولېږي تر څو دوی ته د زراعتي امراضو د مخنيوي لپاره لازمي لارښووني وکړي. محمودنور وويل چي د دې ولسوالۍ زيات شمېر خلک په نشه يي توکو روږد دي او د تداوۍ هيڅ ډول مرکز شتون نه لري. هغه هيله وښوده چي په دې ولسوالۍ کي د معتادينو يو مرکز جوړ سي تر څو د معتادينو سمه درملنه پکي وسي. کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل چي که په پنجوايي ولسوالۍ کي کوم چارواکی بې عدالتي يا پر خلکو ظلم کوي، د ولسوالۍ خلک کولای سي خپل ږغ پورته کړي او مسوول چارواکي وپوښتي. نوموړي وويل هڅه کوي چي په هره ولسوالي کي داسي کسان په دندو وګماري چي د مسووليت احساس ولري. هغه زياته کړه چي د ادارې د برياليتوب راز په دې کي دی چي چارواکي يې د مسووليت احساس وکړي. نوموړي وويل: موږ ستاسو د عزت د خوندي کولو مسووليت لرو، که موږ ستاسو په وړاندي بې تفاوته پاته سوو يا مو ستاسو تر منځ بې عدالتي کوله، تاسو بايد خپل ږغ پورته کړئ او د خپل حق غوښتنه وکړئ، ځکه موږ ستاسو د خدمت لپاره يو، نه د حاکميت لپاره. کندهار والي د سيمه ييزي حکومتولۍ لپاره تر ټولو لومړنی شرط د خلکو ملاتړ وباله او د ولسوالۍ له خلکو څخه يې وغوښتل چي د امنيتي ځواکونو ملا وتړي. نوموړي د ولسوالۍ له خلکو سره د هر اړخيزي مرستي ژمنه وکړه او ويې ويل چي د دوی غوښتنو ته به مثبت ځواب وايي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery