مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په خپلو حاصلاتو پورې حیران بزګر

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د تېر کال په پرتله سږ کال د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو حاصلات دوه چنده ډېر شوي دي، خو بازار یې سوړ دی. د کرنې، مالدارۍ او ابو لګولو وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د مېوو او سبزیو حاصلات ښه وو، خو د پاکستان له خوا لګول شوې لوړې مالیې د کرنیزو محصولاتو بازار سوړ کړی دی. پاکستان او هند د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره تر ټولو لنډ او مناسب مارکېټونه دي. پاکستان سږ کال د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه پر تازه مېوې ګمرکي تعرفه دېرش سلنې ته لوړه کړې ده. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د پاکستان دغه کار بهر ته د افغاني محصولاتو په لېږد کې خنډونه رامنځته کړي دي. راشد وايي چې افغان سوداګر د لوړې ګمرکي تعرفې له امله پاکستان او د پاکستان له لارې هند ته د مېوو صادرولو ته زړه نه ښه کوي. افغان سوداګر د لارې د اوږدوالي او مجهز ټرانسپورټي سیستم د نشتوالي له امله نه شي کولی چې کرنیز محصولات له پاکستان پرته نورو هېوادونو ته صادر کړي. له همدې امله بهر ته د تازه مېوې نه صادرېدو په کورني مارکېټ کې د مېوو پر بیو اغېز کړی دی او کروندګر یې زیانمن کړي دي. د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په افغانستان کې تازه مېوه ارزانه ده. که څه هم د کرنې وزارت ویاند وايي چې پر بهرني مارکېټ سربېره، په کورني مارکېټ کې تازه مېوې او سبزیو ته کافي تقاضا موجوده ده، خو سږ کال د کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې تر اړتیا ډېره مېوه لیدل کېږي. په کابل کې یو من خټکی چې مخکې په ۱۸۰ افغانۍ پلورل کېده، اوس یې بیه ۸۰ افغانیو ته راښکته شوې ده. همدارنګه تېر کال د یو من هندواڼې بیه تر ۱۲۰ افغانیو پورې وه، خو سږ کال یې بیه یو پر دوه راښکته شوې او یو من هندواڼه په ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو حاصلاتو تر دوه چنده لوړ شوي دي، خو مارکېټ نه لري. د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنایعو او صادراتو د پراختیا عمومي مدیر «میر زمان پوپل» وايي، چې په افغانستان کې د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په ډېرېدو سره هممهاله، پاکستان د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي دي. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره یې د سوداګرۍ، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته مکتوبونه لېږلي دي، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی. هغه زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي چې هند ته د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي. د نوموړي په وینا، د پاکستان حکومت په پېښور کې د افغان سوداګرو د پیازو موټرونه تر ساعتونو پورې دروي او اجازه نه ورکوي چې واګې بندر ته لاړ شي. میر زمان پوپل وايي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هڅه کوي چې افغان محصولاتو ته نوي مارکېټونه پیدا کړي. نوموړي د افغانستان له حکومت څخه د پاکستان پر وړاندې د ورته عمل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې افغانستان هم باید منځنۍ اسیا ته پر لېږدېدونکو پاکستاني توکو مالیه لوړه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery