مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خپله ودانۍ نه لري

احمد فیصل
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زى وايي، د مالي ستونزو له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپله ودانۍ ولري؛ ځکه نو خپلې چارې په کرايي کورونو کې مخ ته وړي. په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير جانان موسي زي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي په اسلام اباد کې د خپلې ودانۍ درلودل د سفارت مهمه اړتيا ده او بايد چې کابل پرې غور وکړي. نوموړي زياته کړه، د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د اسلام اباد په ډيپلوماتيکه سيمه کې د افغانستان د سفارت د جوړېدو لپاره ځمکه بېله شوې خو تر اوسه يې د جوړولو کار نه دی پيل شوی. موسی زی وويل ، دغه ځمکه څه باندې ۱۴ جريبه ده او د ودانۍ د جوړېدو لپاره يې دوى پلان، ډيزاين او نور کارونه بشپړ کړي، يواځې د کار پيل ته يې انتظار باسي. د ده په خبره چې د بوديجې نه شتون د ودانۍ د جوړېدو د ځنډ لامل دى او که افغان دولت ورته بوديجه ورکړي، نو دوى به سفارت ته د ودانۍ کار ژر پيل کړي. د يادونې ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت په پراخه ساحه کې چې لسګونه جريبه ځمکه ده، فعاليت کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery