مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په هرات کې اور ۴۲ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په هرات ولایت کې د اوبلنو ګازو د واردولو په یوه شرکت کې اورلګېدنې دوه څلوېښت میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی. پر مالي زیان سربېره، د اور لګېدنې په دې پېښه کې یوولس تنه مړه او اتلس تنه ټپیان شوي هم دي. دغه اور د اریا ترکمن نبي زاده په نوم د اوبلنو ګازو په یوه خصوصي شرکت کې لګېدلی و. راپورونه وايي چې د شرکت مخې ته ولاړ د ګاز يو ټانکر له اور اخيستو وروسته هوا ته پورته شوى او د پېښې له ساحې ٣٠٠ متره لرې پر يوه کور لوېدلى چې له امله يې د ياد کور يوه ښځه او لس ماشومان وژل شوي دي. د هرات چارواکي وايي چې په دې اورلګېدنه کې د اريا ترکمن نبي زاده شرکت مشر، زوى يې او دوه انجنيران هم تر ٩٠ سلنې ډېر سوځېدلي دي. د هرات د والي ویاند وايي چې دا پېښه وړمه شپه د هرات په کمر کلاغ سیمه کې رامنځته شوې وه. د والي ویاند احسان الله حیات وايي چې د شپې شاوخوا یولس نیمې بجې د «اریا ترکمن نبي زاده» په نوم د ګازو د واردولو په یوه شرکت کې اورلګېدنه رامنځته شوه. دی وايي چې د اورلګېدنې په دې پېښه کې د شرکت ټول تاسیسات سوځېدلي دي او تر څنګ یې نورو شرکتونو ته هم مالي زیان رسېدلی دی. د هغه په وینا، اور تر لګېدو وروسته په چټکۍ شاوخوا ته خپور شو، چې پر مالي زیان سربېره د شرکت د کارکوونکو په ګډون د سیمې ۱۱ تنه اوسېدونکي په کې مړه او شاوخوا اتلس نور ټپیان شوي دي. احسان الله حیات وايي، که اور پر وخت نه وای مړ شوی، ښايي تر یو میلیارد افغانیو پورې زیان یې اړولی و. هغه زیاته کړه چې د اور وژنې ادارې د مسوولینو د هڅو په پایله کې اور ژر کنټرول او د ډېر زیان مخه ونیول شوه. د نوموړي په وینا، لومړني معلومات په ډاګه کوي چې د اور لګېدنې دغه پېښه د شرکت د کارکوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده. د افغانستان په څېر هېواد کې چې د بیمې فعال سیستم نه لري، دوه څلوېښت میلیونه افغانۍ د سوداګرو لپاره ستره اقتصادي ضربه ده. کارپوهان وايي چې په افغانستان کې شخصي پانګه خوندي نه ده او له همدې امله سوداګر تر طبیعی افتونو او پېښو وروسته د کار د بېرته پیلولو توان نه لري. په افغانستان کې اورلګېدنه او نور طبیعي افات هر کال خلکو ته په میلیونونو افغانۍ زیان اړوي. په نورو هېوادونو کېحکومتونه د دې ډول زیانونو د مخنیوي او جبیره کولو لپاره د بیمې د سیستم په ګډون یو شمېر تدابیر په پام کې نیولي دي، چې له بده مرغه په افغانستان کې نه شته. له بلې خواعام خلک هم شکایت کوي چې د سون توکو د پلور ډېری شرکتونه او ستېشنونه په استوګنیزو سیمو کې جوړ شوي دي. خلک پر حکومت په ځانګړې توګه د سوداګرۍ پر وزارت نیوکه کوي چې د سون توکو د واردوونکو شرکتونو لپاره یې خوندي ځای نه دی مشخص کړی. د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د تېلو او اوبلنو ګازو شرکتونه په ګڼ مېشته سیمو کې جوړ شوي چې د اورلګېدنې پر مهال خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery