مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کريم اتل: وړمه شپه په موسی کلا کې د جګړې پر مهال ۶۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
د هلمند د ولايتي شورا مشر د موسى کلا پر سقوط د اندېښنې څرګندولو تر څنګ چارواکي پر بې پروايۍ تورنوي او وايي چې د وړمې شپې په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي. د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل وايي امنيتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي خو ملکي پرسونل له ټپيانو سره داسې يوې سيمې ته تللي چې امنيت يې خوندي نه دى. د هغه په وينا، په دې سيمه کې اوس هم د دوى ژوند له ګواښ سره مخ دى. نوموړي زياته کړه چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې موسی کلا ولسوالي کلابنده وه، امنيتي مسوولينو د مرستې يوازې ژمنې کولې خو په عمل کې هېڅ هم نه وو. د ولايتي شورا رييس وايي چې د همدې جګړې پر مهال چې سرتېرو د ولسوالۍ له مرکزه د دفاع په موخه وکړه، ۲۵ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان شوي دي. د اتل په وينا، د موسی کلا ولسوالۍ له لاسه وتل به امنيتي ګواښونه تر ګرشک ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه پورې را ورسوي چې بيا به يې کنټرول نور هم ستونزمن شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery