مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کاکړ او میاخېل: د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د مشخصو ګوندونو په ګټه کار کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېسيون دوو غړو له دې امله د کمېسيون غونډې تحريم کړې چې د دغه کمېسيون نور غړي غواړي د ولسي جرګې له ٢٤٩ څوکيو څخه ١٠٠ څوکۍ سياسي ګوندونو ته ورکړي. دوى وېره لري، هغه ګوندونه چې ډېر امکانات‌ او وسله والې ډلې لري، وبه کولى شي چې يادې ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي. د دغه کمېسيون دوو غړي کاوون کاکړ او شاه محمود مياخېل د وږي په ٧ مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د اصلاحاتو ځانګړى کمېسيون غواړي حزبي اجنډا مخې ته بوځي. مياخېل زياته کړه:« زموږ د کمېسيون ډېرى غړي چې په مشخصو احزابو پورې تړلي دي، لېوال وو چې د ولسي جرګې له رخصتيو او د دغه کمېسيون د احزابو د نا متناسبه غړيتوب څخه په استفادې او بیړه داسې پرېکړې وکړي چې د ځانګړو ګوندونو په ګټه وي.» کاکړ او مياخېل د افغانستان د ملي يووالي له حکومته مننه وکړه چې پر دوى يې باور وکړ او د هېواد د ملي ګټو د ساتلو لپاره يې په ياد کمېسيون کې ورته غړيتوب ورکړ. دوى زياته کړه:« موږ په تېرو پنځو اونيو کې چې د دې لوى مسووليت لپاره ډېر کم وخت دى، د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره غونډې وکړې، ولايتونو ته مو سفرونه وکړل، تر څو داسې يوه جامع طرحه حکومت ته وړاندې کړو چې د شته واقعيتونو او شرايطو په نظر کې نيولو سره د عمل وړ وي.» مياخېل وايي، دوى داسې يوه طرحه غوښتله چې د اکثريت ولس ته د منلو وړ وي او د هېڅ يوه قوم، سمت او يا ډلې پر زيان نه وي. د خبرې غوڼدې پر مهال د ټاکنيزو د اصلاحاتو د ځانګړې کمېسيون غړو د خپلو وړانديزونو او شکايتونو يوه کاپي هم د رسنيو په واک کې ورکړه. په دې غوښتنو کې راغلي:« د دې لپاره چې موږ ته د ولس يو څه نظرونه معلوم شوي واى او د ټاکنو په هکله زموږ وړانديزونه د ولس له غوښتنو او ستونزو سره برابر وای نو کمېسيون پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د لويو ولايتونو مرکزونو ته چې د زونونو په سطحه نماينده ګي کولی شي سفرونه وکړي او د ژوند بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکو خلکو سره مشورې وکړو.» سرچينې زياته کړې، له ملي او نړيوالو ټولنو چې د ټاکنو په هکله تجربې لري، هم مشورې وشوې چې په ډېرو برخو کې ولس په يو شمېر ټکو باندې تاکيد کاوه. دوى وايي، خلکو ويل چې د ولس باور په ټاکنو او هم د ټاکنو پر کمېسيونونو باندې کم شوی او داسې اصلاحات دې راشي چې د افغانستان د ولس اعتماد بېرته پر ټاکنو او هم د ټاکنو پر کمېسيونونو باندې زيات شي. د سرچينې په وينا، خلکو غوښتنه کوله چې د ټاکنو حوزې بايد وړې شي. د افغانستان د اساسي قانون په اساس په ۲۵۰ حوزو ووېشل شي تر څو هره حوزه خپل يو استازی په پارلمان کې ولري. دا غوښتنه د ننګرهار، پکتيا، کابل، غزني، کندهار، هرات او کندوز په ټولو زونو کې عامه وه. دغه راز خلکو د جعلي کارتونو او د تقلب د مخنيوي د غوښتنې تر څنګ ويل چې په غټو حوزو کې د تقلب زمينه زياته وي. د يادو غړو په وړانديزونه کې راغلي چې د هېواد موجوده سيستم چې په تخنيکي لحاظ ورته SNTV سيستم وايي بايد اصلاح شي ځکه په دغه سيستم کې د ولس او د هغوی د استازو ترمنځ اړيکه کمزورې ده. سرچينه زياتوي په زونونو کې ډېرى خلکو ويل، چې ملي احزابو ته دې د رشد زمينه مساعده شي او د ټاکنو لګښت هم حکومت ته او هم کانديدانو ته ډېر زيات دي نو داسې طرحې بايد وړاندې شي چې د ټاکنو لګښتونه کم کړي. د کاکړ او مياخېل په وينا، د پورته موخو د عملي کېدو لپاره دوى د ټاکنو په قانون او هم د کمېسيونونو په تشکيلاتو او دندو باندې کار وکړ او په هغه مواردو کې چې د ټاکنو دکمېسيون خپلواکي تامين شي، د ټاکنو د تخلف، تخطي او تقلب مخه ونيول شي، پوره ملاتړوکړ. سرچينه زياتوي:« خو کوم انتخاباتی سيستم چې د افغانستان په شرايطو کې د تطبيق وړ دی چې د اساسي قانون په اساس، سراسري، مستقيم او عادلانه ونډه د ټولو سيمو خلکو ته چې واجد د رايه ورکولو وي تامين او د ملي احزابو لپاره د رشد زمينه مساعده شي، موافق نه و او جدي اختلاف درلوده.» د هغوى په وينا، دوى پر دې ټينګار کاوه چې ملي احزاب بايد په تدريجي او طبيعي توګه رشد وکړي نه دا چې احزابو ته امتياز ورکړل شي او يا د موجوده شرايطو په رڼا کې يوازې هغه احزاب هر څه په انحصار کې ونيسي کوم چې زر او ټوپک لري، د هېچا لپاره حساب ورکونه نه لري. سرچينې زياته کړې، په خپله د ګوندونو په منځ کې هم په ديموکراتيکو اصولو پابند نه دي او هر څه د حزب د مشراو د هغه په شاوخوا د څو کسانو په منځ کې په کنټرول کې وي او نه يې د عايداتو مدرک معلوم وي. دوى ګواښنه کړې، که چېرې د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون پرېکړې د افغانستان د ملي يووالي حکومت له خوا ومنل شي نو دا به د ديموکراسۍ پروسې ته او هم د نظام د ثبات لپاره په داسې حالت کې چې نظام له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ دی، يوه لويه ضربه وارده کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون پژواک ته نن سهار ويلي وو چې د ټاکنيز نظام د اصلاح په اړه به هغه وړانديزونه د حکومت اجرايي مشر ته وسپاري چې له خلکو سره د خبرو له لارې برابر شوي دي. کاوون کاکړ او شاه محمود مياخېل وايي، کمېسيون غواړي چې د افغانستان ټاکنيز نظام په موازي تناسبي سيستم باندې بدل شي چې په تخنيکي لحاظ دې سيستم ته Parallel Proportion System يا مختلط سيستم وايي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا سيستم په عين وخت کې دوه ډول ټاکنې وړانديز کوي، لومړى له شته ٢٤٩ وکيلانو څخه بايد ١٠٠ څوکۍ ګوندونو ته چې ٤٠ سلنه تشکيلوي، ورکړل شي. دغه راز دويم وړانديز دا دى چې ټول افغانستان بايد د ګوندونو لپاره يوه حوزه وي. دغه سيستم کې بيا دوه ډوله لېستونه ترتيبيدلای شي چې يو ته يې بند لېستونه وايي او بل ته يې خلاص لېستونه . د سرچينې په وينا، که لېست خلاص وي او سل سيټونه احزابو ته ورکړل شي او کم ترکمه ۵۰ احزاب وي نو د دوی د کانديدانو شمېره ۵۰۰۰ کسانو ته رسېږي. نو په دې توګه د رايو اچونو لېست به د يو لوی کتاب په شکل وي. دوى وايي، که دوی بند لېست تاييد کړي، نو په دې توګه ګوندونه به مشخص کسان چې د دوی خوښه وي وګوماري. دغه راز سرچينه وايي، د مستقل کانديدانو پاتې څوکۍ هم بايد په حوزو ووېشل شي، د کوچيانو د سهم لپاره بايد د اوس په څېر حوزوي سيستم وي. يوازې هغه ګوندونه دا څوکۍ ګټلی شي چې د افغانستان په سطحه يې په سلو کې څلور سلنه رايه ګټلي وي. د سرچينې په وينا، د دې تر څنګ ګوندونه کولی شي چې په مستقله توګه هم ځانونه کانديد کړي او په پارلمان کې مطلق اکثريت ترلاسه کړي. په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د ملي يووالي حکومت د جوړېدو په اړه د ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت د اجرايي مشر تر منځ د سياسي هوکړه ليک له مهمو برخو دي. له همدې امله د ولسمشر د فرمان له لارې د ټاکنيزو اصلاحلاتو کمېسيون رامنځته شوى او د روان کال د چنګاښ په ٣١ مه يې په کار پيل کړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery