مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زړه بیړۍ

یوسف خدمتګار


 بـیا مـاذیـګـــری دی پــه کـــوڅـې بـانــدی ولاړ یـمـه
 د ګـودرلارمـې نـیـولـې پـه وعـدې بـانــدې ولاړیـمـه

 پـرخـې غـونــدې راغـلـم سـتا د حُسن په ګل پریـوتـم
 اوښـکـې نـه ټـیـنـګــیږي پـه نـاوې بـانـدې ولاړیــمـه

 تـه بـه انګـوري اوبـو کې دیـن اوایـمـان پـریـمـیـنځی
 زه لـه خـواره بـخـــتـه پــه تــوبـې بـانـدې ولاړ یـمـه

 لـږخـودې دڅـڼـو ولـوُنـه سـیوری کـړه پـه مـا بانـدې
 وسـومــه د مـیـنی پـــه غــرمـې بـانــــدې ولاړ یـمـه

 راشه چې ځنډ نه شې نورمې صبرطاقت نه شته دی
 وخــت لکـه داور شــو پـه لـمـبـې بـانـدې ولاړ یـمـه

 ګـوره پـه ساحـل کې اوښکـو لار دخدمـتګار وکـړه
 د زړه بـیړۍ ډوبـیـږي پـه څـپـې بـانــدې ولاړ یـمـه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery