مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: ولس دې د پردیو دسیسو پر وړاندې یوموټی و اوسي

احمد فیصل
مخکني ولسمشر حامد کرزی وايي چې وروستۍ ناخوالې د هېواد د دښمنانو له شومو پلانونو سرچینه اخلي او پر ولس یې غږ کړی چې د دښمن د یادو پلانونو پر وړاندې دې نه ماتېږي او یو موټی دې شي. دغه څرګندونې د ښاغلي حامد کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي. سرچینې د حامد کرزي له قوله کښلي چې په کندوز کې وروستۍ غمیزې او زړه بوږنوونکې پېښې د ټولو هېوادولو د خپګان او ژورې اندېښنې لامل شوي دي. نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی چې د کندوز خلک اوس له سخت کړاو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي نو له همدې امله یې له ملت نه غوښتنه ده چې د یاد ولایت له زیانمنو سره مرسته وکړي او خپل ملي دین ادا کړي. کرزي ويلي: ((په دې کې شک نشته چې په کندوز او ټول هېواد کې وروستۍ پېښې د هېواد د دښمنانو ورانووونکي پلانونه دي او زه باور لرم چې زموږ ولس به د تل په څېر یوموټی د ټولو غمېزو پر وړاندې درېږي او خپله مېړانه به ښيي.)) په خبرپاڼه کې له ټول ولسه غوښتل شوي چې د پردیو د پلانونو پر وړاندې دې یوموټی شي او د هېواد د دښمانانو د پلانونو ښکار دې نه کېږي. کرزي زیاته کړې: ((افغان ولس په سختو شرایطو او حالاتو کې یوموټی او د یو بل تر څنګ درېدلی دی، نو نن باید تر هرې بلې ورځې ډېر د یو بل ملاتړ او سره همغږي وي، څو په یووالي او قوت وکړای شو خپل هېواد د پردیو له دسیسو او ورانوونکو پلانونو وژغورو.)) هغه په اخر کې د لوی خدای له دربار نه د کندوز پېښې د قربانيانو کورنیو ته جمیل صبر او ټپیانو ته یې عاجله شفا، صبر او استقامت غوښتي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery