مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دحمزه باباویو بیت ته لنډه کتنه :‏

محمدسرور وکیلي


 حمزه بابا وایي :
ژوند په بهابیاراستنېدای نشي
 زړونه ورکېدای شي خرڅېدای نشي
 دا یو فلسفي د معنی ډک بیت دی،چي ما دحمزه بابا دیوغزل څخه را اخستی دی . دغه بیت دوې ډېري مهمي موضوعوګاني څېړي،چي یوه موضوع ئې دانسان ژوند ده، دا ئې په لومړې مصرع کي تشرېح کړې ده .یاني ژوندي موجودات ټوله پناه کيږي د راګرځېدو امکان ئې په هیڅ ګون نسته . داځکه چي په آیاتو سره د الله تعالی ثابت سوي دي .
الله تعالی په خپل کلام کي څو ځایه ویلي دي. لومړی:- کُلِّ شیءٍ هالکُُ اِلّاوجهّهُ لهُ الحَکمُ والیهِ ترجعون ٔ د القصص سورة ۸۸ آیاة . ژباړه :
ټوله شیان هلاکیږي بېله دالله دپاک ذات څخه او دده په امرټوله د ته ورګرځي .
بل ځای بیا په قران کریم کي وایي :
کُلّ ُ نَفٌسٍ ذائیقتهُ الٌمَوٌت ٔ دال عمران سورة ۱۸۵
 آیاة ژاباړه :هرنفس یاني ژوندی دمرګ څکونکی دی !
الله تعالی په فرقان عظیم کي وایي:فاِذاجاء اَجَلُهُمٌ لا یَسٌتأخِرُون سَاعةً و لایَسٌتقدمُوٌن سورة النحل ۶۱ آیاة او سورة یونس ۴۹ آیاة ژباړه : هرکله چي اجل راسي نه به یوګړی وروسته سي او نه به تر هغه وړاندي سي .
نو د حمزه بابا په دغه بیت کي یاني لومړي نیم بیت کي چي وایي [ ژوند په بها بیا راستنېدای نشي] انسان خامخا مري که هر څومره شتمني ولرې چي اجل راغی بیا ژوندنسو رانیولای چي ولاړ ولاړ . دغه پورته نصوص یاني دالله (ج) کلام ئې ثبوت دی . وخت اوزمان چي ورسېد بیانو بېرته راستنېده نسته . پورته مو دالله جله علاشانه په کلام کي ولوسته . داخبره داموضوع ثابته وي که شتمن دی او که نېستمن خامخا به له دې فاني نړۍ څخه ځي راستنېدل رانېول نه کیږي ټوله به یو ډول بې توپیره خاورو لره ځي او خپل بادار له به ورګرځي .
په دوېم نیم بیت کي وایي :
 [زړونه ورکېدای شي خرڅېدای نشي ]
دوېمه موضوع ئې دلته دزړه د ورکېدو ده : یاني دزړه خرڅول او پر زړه باندي تجارت کول په محبت کي ځای نه لري . دحمزه بابادا پورته خبره چي دزړه په مینه او محبت کي خرڅېده او رانیوله نسته دا یوه لویه فلسفي ویناده؛ . زړونه مین سي، ورک سي، خوار سي، زهیر سي اوسرګردانه سي رښتیا هم چي خرڅېدای نسي . دهیڅ یوه مین څخه به داخبره وا نه ورې، چي و وایي زړه مي پر معشوقې وپلوره؛ یا زړه مي پلورم . مینان وایي : زړه ئې رانه یُووی؛ زړه مي پسې ولاړ؛ زړه مي دی درکړی او دغسي نور ډېر .
رحمان بابا وایي :
یوساقي بل یار درېم مطرب سره یوځای شول
 زړه ئې له کوګله په شتاب راڅخه یو وړ
 هیڅ ناحق پرې شوی نه دی که حق وایم
 معشوقې درحمان زړه په رضا یو وړ
 څرنګه چي لیدل کیږي زړونه یا په زور دمیني یا په رضا دمحبت ځي خو خرڅېدای نشي . یوپاړسي ژبی شاعر وایي :
دل ز من بردی و منکر می شوی جانان من
 تو نبردی من ندادم پس کجاشد جان من
 له دې نه ښکاري،چي زړونه وړل کیږي ورکیږي خو خرڅېدای نسي . دا وه یوه لنډه ادبي تشریح (hermeneutics) د حمزه شنواري پریوه بیت .

اخځونه :
۱:- د رحمان بابا دیوان
 ۲:- د قران کریم تفسیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery