مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-05   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کندهار سوداګر د کندوز له اوسېدونکو سره مرسته کوي

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي ، د کندهار ګڼ شمېر سوداګرو ژمنه وکړه چي د کندوز له اوسېدونکو سره به مرسته وکړي. په دې وروستيو کي وسله والو طالبانو پر کندوز وسله وال بريد وکړ او د دغه ولايت اوسېدونکو ته يې ځاني او مالي زيانونه واړول. اوس د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي مالي، صحي او خوراکي مرستي ته اړتيا لري. د ولايت مقام د رسنيو د دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي ، د دې لپاره چي له يادو اړمنو سره مرسته وسي، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي پرون ماځيګر په ولايت مقام کي غونډه جوړه کړه چي د دې ولايت سوداګرو، صنعتکارانو او د اتحاديو مسوولينو پکي ګډون کړی وو. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په کندوز کي د روانو حالاتو په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي چي دامهال د خپلو هيوادوالو لاسنيوي ته اړتيا لري. نوموړي د کندهار له سوداګرو، صنعتکارانو او ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چي له خپلو کندوزي هيوادوالو سره هر اړخيزه مرسته وکړي. عزيزي وويل چي د کندوز له پېښي سره يو شمېر مغرضي کړۍ غواړي چي په هيواد کي ژبني تعصب او سمتپرستۍ ته لار هواره کړي، خو په کار ده چي د دغسي کړيو په وړاندي افغانان سره يو موټی سي او د خپلو کندوزي وروڼو لاسنيوی وکړي. د غونډي ګډونوالو د ولايت مقام دغه اقدام وستايه او ژمنه يې وکړه چي له خپله اړخه به مرستي کوي او نور سوداګر به هم مرستو ته وهڅوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery