مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کابل کې د اوسپنې د ویلي کولو ستره فابریکه جوړېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د اوسپنې د ویلي کولو ستره فابریکه جوړېږي په افغانستان کې اوسپنې ویلې کولو هغه ستره فابریکه به ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي، چې د سیمې په کچه د اوسپنې د ویلې کولو پنځمه ستره فابریکه ګڼل کېږي. د «خان سټیل- Khan steel» په نوم دغه فابریکه د دریوو تنو افغان ملي پانګوالو له خوا په کابل کې جوړېږي، چې رغنیزې چارې یې تر ډېره بشپړې شوي دي او ژر به پرانېستل شي. د دې فابریکې یو تن شریک او «د کابل فود د اوسپنې ویلې کولو شرکت» مشر عصمت الله ورودګ وايي چې د خان سټیل د اوسپنې ویلې کولو کارخونه د ۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره جوړېږي. هغه وايي چې دغه فابریکه به په ورځ کې د ۴ زره ټنه اوسپنې د تولید ظرفیت ولري او همدارنګه ۱۰۰۰ کسانو ته به په مستقیم ډول د کار زمینه په کې برابره شي. عصمت الله وردګ د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې له مرستیال محمد ابراهیم شمس سره په کتنه کې ویلي، چې د دې کارخانې ۷۰ په سلو کې زېربنايي چارې بشپړې شوې دي. هغه زیاته کړې، چې خان سټیل به په سیمه کې د اوسپنې ویلې کولو پنځمه ستره فابریکه وي. د وردګ د معلوماتو له مخې، د کابل فولاد د اوسپنې ویلې کولو فابریکه چې په هرات ولایت کې په ۸ میلیونه ډالره ابتدايي پانګې سره جوړه شوې ده، هره ورځ ۸۰ ټنه اوسپنیز محصولات تولیدوي. هغه وايي چې په دې فابریکه کې درې سوه تنه په مستقیم ډول پر کار بوخت دي. نوموړي وویل، چې اوس یې په کابل کې له دوو تنو شریکانو حاجي عطاءالله او حاجي خان محمد سره د خان سټیل د اوسپنې فابریکې پر جوړولو کار پیل کړی دی، چې د کارونو تر بشپړېدو وروسته به یې رسماً پرانېزي. عصمت وردګ وردګ د دې فابریکې ابتدايي پانګه ۲۵ میلیونه ډالره ښودلې ده چې په ورځ کې به د ۴۰۰۰ ټنه اوسپنې د ویلې کولو ظرفیت ولري. هغه وايي چې د دې فابریکې اویا سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي او دا به د سیمې په کچه د اوسپنې د تولید پنځمه ستره فابریکه وي. په همدې حال کې د ایسا ادارې د پراختیا او پانګونې مرستیال ابراهیم شمس په دې کتنه کې په هېواد کې پانګوالو ته د ښو خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د خپلې ادارې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. شمس وايي، د ایسا اداره ژمنه ده چې په هېواد کې د صنعت د پراختیا او ملاتړ په موخه پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي. اوس مهال په هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو ۷۷ شرکتونه چې د پانګونې ملاتړ ادارې سره ثبت دي، فعالیت کوي. د یادو ۷۷ شرکتونو له ډلې ۷۱ یې کورني او پاتې ۶ یې بهرني شرکتونه دي. د اوسپنې ویلې کولو شرکتونه له دولت څخه غواړي چې کورنیو اوسپنیزو محصولاتو ته د تدارکاتو په پروسه کې لومړیتوب ورکړي. د دې ترڅنګ پانګوالو له حکومت څخه غواړي چې د صنعت او تولید د ملاتړ لپاره حمایوي پالیسي جوړه کړي. ډېری افغان پانګوالو په هېواد کې د زېربنا له نشتوالي شکایت کوي او د زېربنا نه شتون د پانګونې پر وړاندې لوی خنډ ګڼي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery