مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لندني زوي

روغوال

 

یو سړي خپل زوی لندن ته ولیږلو ۰هلته قبول شو۰ مګر متاسفانه ددي هلک کوم کار اوکسب یاد نه وه۰ نود انګریزان سپي به مینځل۰ او خپل مور او پلار ته به یی هر وخت ښی ډ یري روپۍ رالیږلي۰ پلاریی چی د ډ یرو پیسو خوند ولید لو ۰نوخپل کار او کسب یی پریښوده ۰ او بی غمه یی په حیات اباد کښی یوه ښکلی بنګله په کرایه سره ونیوله۰او خپل عیش عیشرت یی شروع کړو۰زوی به یی چی هر کله روپۍ ورته رالیږلی۰نو خپل پلار ته به یی لیکل۰ چی محترم پلاره جانه ؟ په ورونو مي تعلیم وکړه۰ او د پیسو په مصرفولو کښی لږ څه د احتیاط څخه کار واخلۍ۰ مګر پلار او ورونو یی ددي خبري په نظر کښی نه نیوله۰ ورونه یی مکتب ته نه تلل۰ مفته خواره اموخته شول۰ او پلار یی کار او کسب نه کولو۰ څو کاله وروسته یی زوی د لندن څخه په رخصتۍ خپل کور ته راغلو۰ګوري۰ چی د ورونو او پلار څخه یی د اکبر بادشاه تیارخواره لټان جوړ شوي دي۰ نوموړي د حیا نه خپل موراو پلار ته څه ونه ویل۰او د وباره لندن ته لاړلو۰ موراو پلار ته یی د پیسو د لیږدولو اندازه ډیره کمه کړله۰ پلار به یی زوی ته همدا تیلیفونونه کول۰ چی زویه روپۍ راولیږه۰ زوي یی اخر مجبو ر شو۰ او هغه تصویرونه کوم چی دي د انګریزانو د سپیو د مینځلو او د سپیو د غاښونو د بورس کولو په وخت کښی د خپل ځان اخستي وه ۰ خپل پلار او مورته راولیږل۰ او خپل پلاراو ورونو ته یی ولیکل ۰ تاته داسی معلومیږی۰چی ګندي د لند ن په ښارکښی روپۍ د سرکونو په سر پرتی دي۰هرسړې یی بی غمه را ټولوي۰او خپل جوالونه تري ډ کوي۰تاسی دا زما د پیسو ګټل،اوخپل مصرفول وګورۍ۰

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery