مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر د څلورو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز څلورو ولایتونو ته نوي والیان ټاکلي دي.د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده ویلي یاسین ضیا د تخار ، ظاهر وحدت د سرپل، سیدانور سادات د فاریاب او عبدالستار بارز د بغلان د والیانو په توګه ټاکل شوي دي.هغې زیاته کړه، چې دغه راز حمدالله دانشي د کندوز ولایت د سرپرست والي او حاجی شهزاده مظلومیار د لغمان د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی دی.نوموړې وویل چې نوي ټاکل شوي والیان لوړې زده کړې لري او هیله یې څرګنده کړه چې خپلې چارې به په ښه توګه ترسره کړي. په همدې حال کې ولسمشر ویس احمد برمک د پېښو پر وړاندې دمبازې د اماده ګۍ د ملي ادارې د مشر په توګه ټاکلی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery