مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-10   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ښار او کور جوړولو وزارت د کندهار لپاره نوی ماسټرپلان جوړوي .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
د ښار او کور جوړولو وزير وايي اوسنيو شرايطو ته په کتو د کندهار اوسنی ماسټرپلان د تطبيق وړ نه دی، ځکه نو اړينه ده چي د کندهار په ماسټرپلان کي له سره تغيرات راسي ، نادري وايي ډېر ژر به کندهار ته يو مسلکي ټيم راولېږي تر څو د کندهار پر نوي ماسټرپلان کار وکړي.
د ښار او کور جوړولو وزير وايي د کندهار لپاره نوی ماسټرپلان جوړوي ، نوموړي دا څرګندوني د پنجشنبې په ورځ ماښام ناوخته ، کندهار ته د سفر پر مهال په يوه خبري غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. د ښار او کور جوړولو وزير سيدمنصور سادات نادري، د زراعت وزير اسدالله ضمير او ورسره پلاوي په همدې ورځ کندهار ته سفر وکړ او د دې ولايت د هوايي ډګر له تاسيساتو او اړوندو رياستونو څخه يې ليدنه وکړه. د ښار او کور جوړولو وزير وايي اوسنيو شرايطو ته په کتو د کندهار اوسنی ماسټرپلان د تطبيق وړ نه دی، ځکه نو اړينه ده چي د کندهار په ماسټرپلان کي له سره تغيرات راسي ، نادري وايي ډېر ژر به کندهار ته يو مسلکي ټيم راولېږي تر څو د کندهار پر نوي ماسټرپلان کار وکړي. سيدمنصور سادات نادري وايي د کندهار تر څنګ په پنځو ولايتونو کي د ملکيتونو د ثبت لړۍ پيلوي، تر څو ملکيتونه له غصب څخه وژغورل سي. نوموړی وايي د دې لړۍ له پيلېدو سره به د شخصي ملکيتونو ارزښت هم خورا زيات سي او د املاکو اړوندي ستونزي به چي ښاريان ورسره لاس و ګرېوان دي، هواري سي. د زراعت وزير اسدالله ضمير وويل چي د سفر موخه يې د خپلو پخوانيو کارونو ارزونه او له کروندګرو سره ليدنه ده، تر څو په همږغۍ او د اړتياوو سره سم خپله نوې کلنۍ برنامه جوړه کړي. نوموړی وايي په کندهار کي به د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د مالدارۍ او باغدارۍ په برخو کي پروژې پلي کړي. وزير وايي سږ کال د کندهار لپاره عملياتي پلان جوړوي او راتلونکی کال به د دې پروژو عملي کارونه پيل کړي. نوموړی وايي په دې پروژو کي د نوو باغونو تاسيس، د سولر برېښنا په ذريعه د زړو باغونو خړوبول او د هغوی لپاره حوضونه جوړول او داسي سيسټمونه جوړول چي د توليداتو کچه لوړه کړي، شامل دي. ضمير زياتوي چي د حيواني صحت په برخه کي د واکسين تطبيق او د امراضو د تشخيص لپاره لابراتوارونه ايجادوي. هغه وايي په بولدک کي د نباتاتو د قرنطين سټېشن جوړوي چي په نژدې راتلونکي کي به يې د جوړېدو عملي چاري پيل سي. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له يادو وزيرانو څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر وکړ او د دغه ولايت اړوندي ستونزي له نژدې ګوري. عزيزي د زراعت وزارت دا اقدام وستايه چي د لسو ميليونه ډالرو ارزښت دوې پروژې پلي کوي چي له مخي به يې د زراعت په برخه کي ښې لاسته راوړني ولري. نوموړي زياته کړه چي د ښار او کور جوړولو وزارت پخپل سل کلني کاري پلان کي د کندهار ماسټرپلان هم نيولی چي تغيرات به پکي راولي. د يادوني وړ ده چي تېره ورځ د يادو وزيرانو په شتون کي د عبدالظهور صحاب په نوم يو شخص چي له کابله له دوی سره راغلی وو، د کندهار د اوبو رسولو د نوي رئيس په توګه د دې رياست کارکوونکو ته وروپېژندل سو او رسماً يې په کار پيل وکړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery