مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-10   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

حکمت ښادمن بې ځايه سويو کندزيانو ته د سر پنا برابره کړې ده .

سميع غيرتمل . افغان ملي سوداګر حاجي حکمت ښادمن د کندهار د اولس او خلګو په نوم د کندوز د جنګ ځپلو ۵۵ کورنیو چي شاخوا ۲۷۰ تر ۲۸۰ تنو پوري کیږي او ډیره برخه يي ښځي او کوچنیان دي ، مرستي پيل کړي دي . ښاغلی ښادمن وايي ، چي دغو جنګ ځپلو ته يې په کابل کي د اوسيدلو دپاره اطاقونه ، ډوډۍ او نور سهولتونه برابر کړي دي ، د نوموړي په خبره چي دا کار يي يوازي د انسان او افغان دوستۍ له مخي کړی دی او هڅه کوي چي د دا ډول اسانتياوو په برابرولو سره ملي يووالی غښتلی سي . حکمت ښادمن تر دې مخکي هم په ډيرو برخو کي د خلکو سره مرستي کړي دي . کندز دوې اونۍ مخکي سقوط وکړ او تر اوسه لا جګړې رواني دي ، د جګړو له امله هلته زرګونه کورنۍ بې ځايه سوي دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery