مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارګ وژغورئ

محب الله

 بې پښتو ارګ :
د افغانستان د اساسي قانون سره سم، هر هغه څوک، چې په دولتي پوستونو کې مقررېږي، باید په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري وپوهېږي، ځکه چې حکومتونه باید خلکو ته خدمات وړاندې کړي او دغه خدمات د افهام و تفهیم پرته ناشوني دي، کله چې دولتي او حکومتي مامور ونه شي کړای د خپل ولس په ژبه پوه نه شي؛ نو د ولس او حکومت ترمنځ د واټن ډېرېدا له همدې ځایه پيل شي. د خبرو له اوږدولو تېرېږم، راځم اصلي هدف ته، چې د ملي وحدت حکومت په خپله ملي وحدت کې له ځایه پاتې راغلی دی، د دې حکومت د ډېرو حکومتي بنسټونو ویندویان دري ژبې دي، هغه دري ژبي، چې پښتو یې بېخي زده نه ده او حتا له پښتو سره کرکه هم لري او پښتنو ته د تعصب په سترګه ګوري.
کنه د حکومتي او يا بلې هرې ادارې د ویندويۍ لپاره تر ټولو لومړنی شرط همدا په دواړو ژبو بلدتیا ده، چې د ملي وحدت حکومت ډېری ویندویان یوازې په دري او ځينې یې بيا ورسره په انګریزي هم پوهېږي، خو که ووایم، چې د ټولو یې پښتو نه ده زده، مبالغه به مې نه وي کړي. حکومتي رسنیز مسؤلین ټول همدوي دي، هېڅوک په کې پښتو خبرې نه کوي، پښتو خو هماغه د خوشال بابا خبره، چې لا بکره ده اوس یې پښتانه هم تر بدوبدتر کړل، پښتانه په خپله هم نه غواړي، چې پرمختګ وکړي، خپله ژبه غني کړي، په خپله ژبه کار وکړي، مکتوب وليکي، خبرې وکړي، خو بیا هم اوسنیو مشرانو داسې کړل، چې تېرو څوارلسو کلونو کې هم نه و شوي. تل هڅه شوې، چې ارګ همداسې بې پښتو وساتل شي او هلته په لوی لاس داسې کسان راوستل شوي، چې د پښتنو خلاف وي او هغه پښتانه چې هلته دي هغوی یې دومره محدود ساتلي دي، چې هېڅ پرېکړه نه شي کولای او هغوی هم خپله محافظه کاري کوي او ځان ساتي.
هره ورځ که ورته پام وکړئ، هره وینا، هر خبر او هره ژباړه په دري وي، بیا اخر کې پښتو هم په کې ځینې وخت را پيدا شي. ویاند خو یې هیڅ وخت پښتو نه ده ویلې او نه یې وايي، حتا پښتو رسنۍ یې هم څنډې ته کړي دي او تل هڅه کوي، طلوع او نورې دري ژبې رسنۍ رامخې ته کړي او پښتو رسنۍ کمزورې وښيي. ښه بېلګه یې تاسې له ولسمشر سره د شمشاد تلویزون په مرکه کې لیدلای شئ، شمشاد ته په لوی لاس هیڅ ډول امکانات ورنکړل شول او وخت یې دومره کم ورته ورکړ، چې تر نیم ساعت هم لږ و، له بلې رسنۍ سره چې آزادي وه، هغې سره یې ګډ وخت ورکړ، خو طلوع بیا له خپلو په لسهاوو کارکوونکو او وسایلو سره ارګ ته رابلل کېږي، تر یوه ساعت ډېر وخت ورکول کېږي او هغوی پرېښودل کېږي، چې هر ډول پوښتنې ولري هغه کولای شي، خو شمشاد ته بیا د هر ډول پوښتنو اجازه هم نشته او وخت هم ورته کم دی، دغسې په لسهاوو نمونې هره ورځ د ارګ په مطبوعاتي ټیم کې لیدل کېږي.
اوس اوس نادر نادري د ولسمشر د مطبوعاتي سلاکار په توګه راڅرګند شوی دی او په بېلابېلو ناستو کې له ولسمشر سره ناست وي، له دغه انتخابه ښکاري، چې ولسمشر به په راتلونکي کې هم د ارګ مطبوعاتي ټيم ښه نه کړي او ورځ تر بلې به یې پښتون ضد فعالیت ډېرېږي او پښتانه به څنډې ته کېږي، داسې پښتانه به ر امخې ته کېږي، چې د نادري په څېر تر دري ژبې به پښتو په سپکه ګوري.
ارګ د پښتو او پښتنو په زوال پسې را اخیستې ده بې پښتو حکومت: د ارګ ویاند، د اجرائیه ریاست ویاند، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست، کار او ټولنیزو چارو وزارت، مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت، سيمه ييزو ارګانونو ریاست، بهرنیو چارو وزارت، د کلیو و پراختیا وزارت، د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، عامې روغتیا وزارت، اوبو او برېښنا وزارت، عدلیې وزارت، زارعت وزارت، مخابراتو وزارت، پوهنې وزارت، مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، فواید عامه وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت او که درته ووایم، چې کابو د ټولو ادارو ویندویانو پښتو نه ده زده او یوازې رسنیو ته په دري ژبه معلومات وړاندې کوي، دا چې معلوماتو ته لاسرسی د هر چا حق دی، خو پښتانه بیا له دې حقه محروم دي، هغوی ته هېڅکله هم په خپله ژبه معلومات نه دي ورکړل شوي.
پخوا هم په دې برخه کې ډېرې ستونزې وي، خو اوس بیا بېخي ډېرې شوي دي او که تحول همدا وي، نو بیا خو د پښتون او پښتو وژنې ستر تحول راروان دی. دغو کې یې ډېری رسنیو ته یوازې په دري ژبه معلومات ورکوي او هڅه کوي، هماغه رسنۍ راوغواړي، چې دري معلومات غواړي او بس. دا کار به یې هم تر یوه حده ومنو، خو د ملي وحدت په حکومت کې ډېری راغلي ویندویان متعصب او ژب پالي دي، چې له پښتو ژبې سره یې دښمني له ورایه ځلېږي، ښه بېلګه یې د اجرائیه ریاست ویاند رحيمي ده او همداسې نور هم درواخله، دوی تل په شخصي مجلسونو کې په پښتو او پښتنو ملنډې وهلي دي، خو زموږ مشران یې بیا تر پښتنو په خپلو ادارو کې ډېر نازوي او هر ډول امکانات ورکوي.
پخوا که په پښتو ژبه مکتوب نه لیکل کېده، لږ تر لږه پښتو خبرې خو به کېدې او دا به ویندویانو کولې، هسې هم موږ په پښتنو چارواکو کې داسې څوک نه لرو، چې د دوی په څېر په خپله ژبه وګړېږي، زموږ ټول چارواکي له غني نیولې تر عادي سړي پورې هېڅوک هم خپلې ژبې او ولس ته ژمن پاتې نه شو، خو اپوټه، د دوی ډله بیا هم خپلې ژبې او هم خپل ولس ته ژمن پاتې شول او دي، هر ډول ازموینه کې یې خپلو خلکو ته ځان رښتینی ثابت کړی دی او ښه بېلګه یې په ارګ کې د عبدالله د ډلې کسان او پښتون ضد کړۍ ځای پرځای کول او نازول دي.
پښتنو غږ مې اورئ او کنه؟!
ولسمشره تاته وایم! اې اتمر صاحب تاته وایم! اې خپلواک صاحب ته خو د شملو د ولایت یې تاته یې وایم! اې معصوم ستانکزیه او رحيمي صاحب تاسې خو په خوله مهر ولی دی، خو بیا هم له ناچارۍ په تاسې هم غږ کوم! پښتنو تاسې ته وایم، پښتنو مشرانو تاسې ته یې وایم، د پښتنو او پښتو لپاره یوازې یو کار وکړئ، پښتانه ځوانان مه نهيلي کوئ، پښتو مه خپه کوئ، پښتو له دفترونو مه شړئ، پښتانه له دفترونو مه سپکوئ، اې زما پښتنو مشرانو، د خدای روی مې دروړی دی، پښتو له دفترونو مه باسئ او پښتانه غواړي پښتو واوري، خو تاسې یې مخه بنده کړې ده او تاسې د خپلې ژبې او خپل ټبر په سپکولو کې ملي وحدت ګورئ، خو په خدای که یې وګټئ، هغوی پرون هم درته سپکې سپورې کولې، نن یې هم درته کوي او سبا به یې هم درته وکړي، توپير به یې دا وي، چې پرون درته یوازې همدوی سپکې سپورې کولې، خو نن یې یو څو پښتانه او دوی درته کوي، سبا به یې ټول پښتانه او دري ژبې درته کوي، همدا بدلون او تحول که غواړې نو لکه څنګه چې روان یې همداسې روان اوسه او کنه نو بیا لږ ځان پوه کړه او د خپل ولس هیلې مه مړاوې کوه. اې د پښتنو رسنیو مسؤلینو تاسې مې غږ واورئ! تاسې له خپلو مسؤلینو او ژورنالېستانو وغواړئ، چې له ویندویانو خپل ځواب په پښتو وغواړئ، تاسې هغه ولس ته نشرات لرئ، چې هغوی هېڅ شی په خپله ژبه نه لري او غواړي له تاسې په خپله ژبه معلومات واوري، نور خو یې په قوم او ژبه ملنډې وهي، تاسې خو یې پرې مه وهئ، له تاسې خو دا تمه کېږي، چې په پښتو ژبه ګونګیان ګویا کړئ، نو تاسې ولې غلي یاست. راځئ، سر له نننه دا هوډ وکړئ، چې خپلو ژورنالېستانو ته وایاست، په خبري کنفرانسونو کې پوښتنې کوئ او غلي مه پاتې کېږئ، پوښتنې په پښتو وکړئ او له مقابل لوري وغواړئ، ځواب په پښتو درکړي، دا ستاسې حق دی او که خپل حق نه غواړئ، بیا مرګ وغواړئ.
اې پښتنو سوداګرو په اخر کې مې سترګې تاسې ته دراوړي، تاسې مې غږ واورئ! پوهېږم شتمن شوي یاست او تاسې ته به نور ژبه او قوم هېڅ ارزښت ونه لري، تاسې یوازې پيسه پېژنئ او بس، خو د خدای روی مې دروړی دی، له شتمن کېدو سره ښځو کولو ته مخه مه کوئ، پښتانه، چې پيسې پيدا کړي، بیا د خپلو ښځو شمار ترڅلورو رسمي، خو دا نور بیا روزنځای جوړوي، لږ راویښ شئ او له دريو څلورو ښځو تېر شئ، یوه مو هم بس ده، خو دا ولس ته روزنځایونه جوړ کړئ او ښه مسلکي یې جوړ کړئ.
تلویزونونه او ښه مسلکي رسنۍ ورته جوړې کړئ، پوهنتونونه ورته جوړ کړئ، چې په خپله ژبه په کې تدریس وکړئ، پښتانه وروزئ، نه هسې خيال پلو وهونکي پښتانه، چې بابا او نېکه مې داسې و، هغوی ته وښایاست، چې د ځان د جوړولو لپاره هڅه وکړه، که اوس ته هېڅ یې سبا به دې اولادونه بېخي هېڅ وي او بل سبا به دې شتون له پوښتنې سره مخ وي.
ارګ ته پکار دي، چې ټولو ادارو ته امر وکړي، د ویاند د مقررۍ لپاره دې جوړ شوي اصول مراعت کړي او متعصبه او د یوې ژبې ويونکی/ویونکې دې نه انتخابوي، بلکې هغه چا ته دې لومړیتوب ورکړي، چې پښتو/دري او بله بهرنۍ (انګلیسي) ژبه یې زده وي، بیا دې په دویم قطار کې هغه کسان راولي، چې پښتو او دري ژبې یې زده وي، له دې سره به نور خلک هم وهڅېږي، چې پښتو او دري ژبې زده کړي او له دې سره به کرکه لمنځه ولاړه شي او یو بل ته به درناوی رامنځ ته شي، چې د ملي وحدت په راوستو کې به غټ رول ولوبوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery