مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ورانه ماشوړه شوله

محمدالله ساپی
ورانه ماشوړه شوله
 حل یی نشته خدایه دا څرنګه معظله شوله
 ورانه ماشوړه شوله
 کال په کال غزیږی دا جګړه څومره اوږده شوله
 ورانه ماشوړه شوله
 حل یی نشته خدایه دا په څه جنجال کی ګیر شولو
 څومره ډیر دلګیر شولو
 درد او که غمونه دي زموږ نه را چاپیر شولو
 څومره ډیر دلګیر شولو
 په ټوله نړی لمر دی خو په مونږه توره شپه شوله
 ورانه ماشوړه شوله
 هر یو بدرنګ فکر دلته یو په بل په زور منی
 مرګ منی او ګور منی
 دلته دی وطن کی نه څوک پلار منی نه ورور منی
 مرګ منی او ګور منی
 ډیر ددښمنانو خپله خوا په موږ سړه شوله
 ورانه ماشوړه شوله
 خلقیان که پرچمیان وو تیر دظلم یی دوران ګړلو
 ټول وطن یی وران کړلو
 ددین ټیکه دارانو هم په موږ ښکته اسمان کړلو
 ټول وطن یی وران کړلو
 څه به کیږی خدایه زموږ زیاته اندیښنه شوله
 ورانه ما شوړه شوله
 یو مشکل خو نه دی لکه بحر مشکلات لرو
 نه لار د نجات لرو
 ورکه له موږ لار ده جنجالونه څومره زیات لرو
 نه لار د نجات لرو
 ګرانه خپله خاوره په موږ باندی سره لمبه شوله
 ورانه ماشوړه شوله
 نه ویښیږی خلک که پری رنګ په رنګ ظلمونه دی
 مړه یی ضمیرونه دی
 څوک چی هر څه کاندی پټه خوله پری ولسونه دی
 مړه یی ضمیرونه دی
 شمعه مو دهیلو امیدونو لاړه مړه شوله
 ورانه ماشوړه شوله
 رنګ په رنګ دا خلک تل دا یو بل غولوی دلته
 هر ظلم کوی دلته
 ما او تا پری وژنی مشران ښی مزی کوی دلته
 هر ظلم کوی دلته
 وګوره ساپیه دلته سخته ګ‌‌ذاره شوله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery