مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پلاوی: له پاکستان سره په اقتصادي برخه کې مهمې هوکړې شوې هغه افغان پلاوی چې د افغانستان - پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې یې ګډون کړی وايي دواړه هېوادونه په دې ناسته کې مهمو پرېکړو ته رسېدلي دي. د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون لسمه غونډه د تېرې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه. د ګډ اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې د افغانستان د مالیې وزیر په مشرۍ د بېلابېلو سکتوري ادارو استازو ګډون کړی و چې پرون یې د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل. د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي یاده غونډه بریالۍ وبلله او ویې ویل چې دواړه لوري د سوداګرۍ، ټرانزیټ او بېلابېلو بنسټیزو پروژو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي. حکیمي وویل چې غونډې وروسته افغانستان او پاکستان د ګډې اعلامیې په توګه یو سند لاسلیک کړ چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې د تګلارې بڼه ولري. د مالیې وزیر د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې له شویو ژمنو او پرېکړو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل هغه څه چې دوی غوښتل، هغه یې ترلاسه کړي دي. افغانستان او پاکستان په دې غونډه کې د ټرانزیټ، انرژۍ، پانګونې، سوداګرۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې هوکړې ته رسېدلي دي. د دغغه کمېسیون غړي او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي د انرژۍ په برخه کې د شویو هوکړو په اړه معلومات ورکړل. ده وویل چې له پاکستاني لوري سره یې د ټاپي، کاسا زر او له ترکمنستان څخه پاکستان ته د نوي ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد په اړه خبرې وکړې. قیومي زیاته کړه، چې دواړو هېوادونو د ټاپي پروژې له پرمختګونو چې ټاکل شوې په څو اونیو کې به یې عملي کارونه پیل شي، خوښي څرګنده کړه. دغه راز د کاسا زر پروژې چې ټاکل شوې راتلونکی کال یې عملي کارونه پیل شي، هم خبرې وشوې او هیله یې څرګنده کړه هغه غونډه چې په دې اړه پرون په ترکیه کې پیل شوې، مثبتې پایلې ولري. همایون قیومي وویل چې له پاکستان سره پر نوې پروژې هم هوکړې ته ورسېدل چې هغه له ترکمنستان څخه د افغانستان د جنوبي ولایتونو له لارې پاکستان ته د برېښنا د ۲ زره مېګاواټه برېښنا لېږدېدل دي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د سوداګرۍ او ټزانزیټ په برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. مزمل شینواري وویل، د هغې پرېکړې له مخې چې افغان او پاکستاني مشرانو مخکې کړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کلنۍ کچه ۵ میلیاردو ډالرو ته رسېږي، نو د دغه کار لپاره اړینه ده چې لومړی دواړه هېوادونه باید شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي. د هغه په وینا د دې کار لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې له پاکستان یو ترجیحي سوداګریز تړون لاسلیک شي، چې تر اوسه له پاکستان سره داسې کوم تړون نه شته او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د سویلي اسیا د ازادې سوداګرۍ د تړون (سافټا) تر چتر لاندې ترسره کېږي. د شینواري د معلوماتو له مخې د ګډ کمېسیون په غونډه کې پرېکړه شوې چې په دې اړه به د خبرو اترو لومړۍ غونډه د راتلونکي ۲۰۱۶ کال د مارچ تر میاشتې مخکې ترسره کېږي. د ټرانزیټ په برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال وویل، په غونډه کې هوکړه وشوه چې تر مارچ میاشتې مخکې به د اپټا تړون په برخه کې د ستونزو د حل په موخه به د اپټیکا شپږمه غونډه جوړه شي. هغه دغه راز هوکړه وشوه چې د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ ربعه کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه شورا جوړېږي چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو سوداګر په خپلو کې سره غونډې کوي. مزمل شینواري د افغانستان-پاکستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیز تړون په اړه وویل چې په دې اړه یې پاکستان ته ویلي، تر څو چې افغانستان ته د واګې بندر له لارې واګۍ له لارې اتاري بندر ته د تګ اجازه ور نه کړل، دا تړون بې معنا دی. د سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل چې په ټوله کې پاکستان سره داسې یوې هوکړې ته ورسېدل چې پر بنسټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او په دې برخه کې ستونزې حل شي.

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
هغه افغان پلاوی چې د افغانستان - پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې یې ګډون کړی وايي دواړه هېوادونه په دې ناسته کې مهمو پرېکړو ته رسېدلي دي. د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون لسمه غونډه د تېرې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه. د ګډ اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې د افغانستان د مالیې وزیر په مشرۍ د بېلابېلو سکتوري ادارو استازو ګډون کړی و چې پرون یې د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل. د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي یاده غونډه بریالۍ وبلله او ویې ویل چې دواړه لوري د سوداګرۍ، ټرانزیټ او بېلابېلو بنسټیزو پروژو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي. حکیمي وویل چې غونډې وروسته افغانستان او پاکستان د ګډې اعلامیې په توګه یو سند لاسلیک کړ چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې د تګلارې بڼه ولري. د مالیې وزیر د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې له شویو ژمنو او پرېکړو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل هغه څه چې دوی غوښتل، هغه یې ترلاسه کړي دي. افغانستان او پاکستان په دې غونډه کې د ټرانزیټ، انرژۍ، پانګونې، سوداګرۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې هوکړې ته رسېدلي دي. د دغغه کمېسیون غړي او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي د انرژۍ په برخه کې د شویو هوکړو په اړه معلومات ورکړل. ده وویل چې له پاکستاني لوري سره یې د ټاپي، کاسا زر او له ترکمنستان څخه پاکستان ته د نوي ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد په اړه خبرې وکړې. قیومي زیاته کړه، چې دواړو هېوادونو د ټاپي پروژې له پرمختګونو چې ټاکل شوې په څو اونیو کې به یې عملي کارونه پیل شي، خوښي څرګنده کړه. دغه راز د کاسا زر پروژې چې ټاکل شوې راتلونکی کال یې عملي کارونه پیل شي، هم خبرې وشوې او هیله یې څرګنده کړه هغه غونډه چې په دې اړه پرون په ترکیه کې پیل شوې، مثبتې پایلې ولري. همایون قیومي وویل چې له پاکستان سره پر نوې پروژې هم هوکړې ته ورسېدل چې هغه له ترکمنستان څخه د افغانستان د جنوبي ولایتونو له لارې پاکستان ته د برېښنا د ۲ زره مېګاواټه برېښنا لېږدېدل دي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د سوداګرۍ او ټزانزیټ په برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل. مزمل شینواري وویل، د هغې پرېکړې له مخې چې افغان او پاکستاني مشرانو مخکې کړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کلنۍ کچه ۵ میلیاردو ډالرو ته رسېږي، نو د دغه کار لپاره اړینه ده چې لومړی دواړه هېوادونه باید شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي. د هغه په وینا د دې کار لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې له پاکستان یو ترجیحي سوداګریز تړون لاسلیک شي، چې تر اوسه له پاکستان سره داسې کوم تړون نه شته او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د سویلي اسیا د ازادې سوداګرۍ د تړون (سافټا) تر چتر لاندې ترسره کېږي. د شینواري د معلوماتو له مخې د ګډ کمېسیون په غونډه کې پرېکړه شوې چې په دې اړه به د خبرو اترو لومړۍ غونډه د راتلونکي ۲۰۱۶ کال د مارچ تر میاشتې مخکې ترسره کېږي. د ټرانزیټ په برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال وویل، په غونډه کې هوکړه وشوه چې تر مارچ میاشتې مخکې به د اپټا تړون په برخه کې د ستونزو د حل په موخه به د اپټیکا شپږمه غونډه جوړه شي. هغه دغه راز هوکړه وشوه چې د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ ربعه کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه شورا جوړېږي چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو سوداګر په خپلو کې سره غونډې کوي. مزمل شینواري د افغانستان-پاکستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیز تړون په اړه وویل چې په دې اړه یې پاکستان ته ویلي، تر څو چې افغانستان ته د واګې بندر له لارې واګۍ له لارې اتاري بندر ته د تګ اجازه ور نه کړل، دا تړون بې معنا دی. د سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل چې په ټوله کې پاکستان سره داسې یوې هوکړې ته ورسېدل چې پر بنسټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او په دې برخه کې ستونزې حل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery