مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اصف صدیقي: حکومت د ټاکنو د تر سره کېدو اراده نه لري

احمد فیصل
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د مودې پر معلومو د ټينګار ترڅنګ وايي، چې که پر حکومت فشار وارد نه شي نو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره اراده نه لري. د مشرانو جرګې دويم نايب محمد اصف صديقي هم د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو پر تر سره کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، حکومت اړ دى چې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره زمينه برابره کړي او مهالوېش يې اعلان کړي. دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني د غبرګولي مياشتې په ٢٧ مه نېټه، د ولسي جرګې د کار موده د ټاکنو تر سره کېدو پورې غځولې ده. ورته مهال حکومت د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره يو کمېسيون هم رامنځته کړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery