مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرچینې: د افغانستان په شمال کې لا هم ناپېژاندې چورلکې الوتنې کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپتاڼه
سرچینې وايي چې په بادغیس او فاریاب ولایتونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې نامعلومې چورلکې ګرځي او وړمه ورځ د بادغس په بالامرغاب او د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې دغو چورلکو ناستې هم کړې دي. تېره ورځ ناوخته په فاریاب کې د یوې سپینې چورلکې د نسکورېدو یا بېړنۍ ناستې خبر هم خپور شوی؛ خو دولتي چارواکي په دې اړه سرنوشت ته څه ونه ویل چې دا چورلکه د چا وه او پښتون کوټ ته یې په څه موخه الوتنه کړې وه. سرنوشت ورځپاڼې ته بیا د بادغیس چارواکو ومنله چې په هغې سیمه کې یوې نامعلومې چورلکې ناسته کړې چې د بهرنیو وسله والو رونیز مرکز په کې دی. سرنوشت تر دې وړاندې نږدې اته میاشتې وړاندې د بادغیس له څو ولسوالیو داسې راپور خپور کړی و چې بهرني وسله وال په کې تازه روزنیز مرکز جوړوي چې اوس د سیمې خلک وايي دغه مرکز د بالامرغاب ولسوالۍ په چپ قول سیمه کې جوړ شوی دی. د بادغیس په ولایتي اداره کې یوې باوري سرچینې سرنوشت ته وویل چې په چپ قول سیمه کې د ناپېژانده الوتکې د ناستې خبر یې ترلاسه کړی او په دې اړه څېړنې روانې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه چورلکې په هغې سیمه کې ناسته کړې چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده. د بادغیس د ولایتي شورا رییس محمد ناصر نظري هم یو شمېر رسنیو ته منلي چې په چپ قول سیمه کې یوې ناپېژاندې چورلکې د داعش تر کنټرول لاندې سیمه کې ناسته کړې ده. نږدې دوه اونۍ وړاندې د ولسي جرګې یوه غړي ادعا وکړه چې په بغلان ولایت کې هم وسله والو ته نامعلومې چورلکې وسلې او نور مهمات رسوي. جرګې هغه مهال د دې ادعا د څېړنې غوښتنه وکړه خو لا هم د دې ادعا د څېړنو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. د فاریاب خلک هم وايي چې په دغه ولایت کې د چورلکو ناستې پاستې په غیر نظامي سیمو کې ترسترګو شوې دي. د فاریاب د مرکز میمنې یوه اوسېدونکي اندېش رسولي سرنوشت ته وویل، د سیمې خلکو ورته ویلي، چې په پښتون کوټ ولسوالۍ کې تر دری ځله زیات په هغو سیمو کې نامعلومو چورلکو ناستې کړې چې د طالبانو په واک کې دي. د ولسي جرګې یوه غړي فتح الله قیصاري هم څه موده وړاندې ویلي وو چې په فاریاب کې د جګړې لومړی کرښې ته چورلکې وسلې رسوي. سیاسي کتونکي وايي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې د چورلکو ناستې او د مخالفینو پیاوړي کېدو ته په کتو اوس په دې کې هېڅ شک نشته چې امریکا قصداُ په افغانستان کې نا امنۍ ته مخامخ لمن وهي. د شنونکو په باور، په افغانستان کې د امریکا تر چورلکو پرته بل څوک هوايي او بیا دومره پياوړی ځواک نه لري چې مخامخ د داعش یا طالبانو ته وسلې ورکړي او یا د مهمات ورته ورسوي. د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي بیا وايي چې په دې وروستیو کې د ملا رسول تر مشرۍ لاندې طالبان پلان لري چې په بادغیس کې یوه لویه غونډه ترسره کړي. ایوبي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په هرات، فراه او نیمروز کې د طالبانو علني غونډې د اندېښنې وړ دي او ښيي چې هغوی څومره بهرنی ملاتړ لري. دی وايي ورته د رسېدلو معلوماتو له مخې، ملا رسول پلان لري چې په بادغیس کې هم یوه لویه غونډه جوړه کړې چې ښايي د ناپېژاندو چورلکو ناسته هم ورسره تړاو ولري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery