مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مقام

روغوال

 

 

 محبت او مینه پاتي نه ده چأ کښي
 د رڼو سترګو یاری ده دي د نیأ کښي

 چې ځواني مال او قدرت د چا سره وي
 سل او زر به یی خوځیږي شاوخوأ کښي

 د خالی لاسو به څه شي سړي بود کا
 چی خپل ځان ته وي حیران څه به سخأ کښي

 شیرین یار د کوڅي تیرکا رنګ یی هیر کا
 وفا کمه شوه مجنون او هم لیلأ کښي

 په د ید ن چې د یو بل نه مړید ل
 د خپل زړه پوري به یی کلک نیولي خوأ کښي

 نن هغه خلک پدي د نیا کښي نشته
 برکت د د نیا والوت په هوأ کښي

 برکت د هر شې تللي دي ( روغواله)
لکه ورک چی څو ک ګوهر کړي په د ریأ کښي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery