مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په شپږو میاشتو کې د کاسا زر عملي کار پیلېږي

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
ټاکل شوې چې له قرغېزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژه «کاسا ۱۰۰۰» په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي. کاسا زر له قرغېزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې د ۱۲۵۰ کیلو مترو په اږدوالي د ټولټال ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد پروژه ده. د انرژۍ د لېږد په دې ستره پروژه کې ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پاکستان او پاتې ۳۰۰ یې افغانستان ته لېږدول کېږي. دا له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته تر ټاپي وروسته د انرژۍ د لېږد دویمه ستره پروژه ده چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا ته لار هواروي. کاسا زر په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس «RECCA» کې وړاندیز شوه او د دغه کنفرانس په شپږمه غونډه کې چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې جوړه شوې وه، غړو هېوادونو د پروژې پر ژر عملي کېدو ټینګار وکړ. د کاسا زر پروژې په اړه وروستی پرمختګ دا دی چې د استانبول په وروستۍ غونډه کې شریک هېوادونه د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د یادې پرژوې پر رسمي پیل هوکړې ته رسېدلې دي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، چې د کاسار زر پروژې په اړه په دې غونډه کې د څلورو غړو هېوادونو ترمنځ بېلابېل مالي او تخنیکي هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي. په دې غونډه کې د افغانستان له لوري د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني، د برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي، د مالیې وزارت مرستیال مصطفی مستور او د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مشر وحیدالله ویسي برخه اخیستې وه. د اوبو او برېښنا وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي چې د استانبول په غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ په مالي، تخنیکي او حقوقي برخه کې یو شمېر اسناد لاسلیک شول. عظیمي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې لومړی پړاو بشپړ شوی او دویم پړاو به یې چې د پروژې عملي چارې دي، د راتوتلونکي ۲۰۱۶ میلادي کال په مې میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې رسماً پیل شي. هغه وايي چې دغه پروژه به د دریو کلونو په اوږدو کې یعنې تر ۲۰۱۸ کال پورې بشپړه شي. د نوموړي د معلوماتو له مخې افغانستان به له دغې پروژې څخه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا په ترلاسه کولو سربېره، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال ۴۵ میلیونه ډالر عاید هم ترلاسه کوي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې افغانستان به په هر ساعت کې پر في کیلو واټ برېښنا ۱ ډالر او ۲۵ سنټه ټرانزیټي فیس اخلي. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی، چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي. دغه راز امریکا، برېټانیا، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پراختیايي بانک د دې پروژې د مالي خلا د پوره کولو ژمنه کړې ده. نړیوال بانک د پروژې د تطبیق لپاره د شاوخوا یو میلیارد ډالره پور له جملې ۵۲۶،۵ میلیونه له ګټې پرته ورکوي چې ۳۱۶،۵ میلیونه یې افغانستان ته ځانګړې کېږي. دغه پروژه به له (اې سي) څخه (ډي سي) ته د بدلولو درې سب سټېشنونه ولري چې د تاجکستان په سنګ توده، کابل او پېښور کې جوړېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery