مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کابل ښار کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
کابل ښاریان وايي، په دې وروستیو کې د ښار په ناحیو کې جنايي پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوې چې لامل یې د نا مسووله وسله والو او زورواکو شتون، فقر، وزګارتیا، د مناسبو امنیتي پلانونو نشتوالی او په امنیتي سکتور کې سیاسي فشارونه دي. سرنوشت دوه اونۍ وړاندې د امنیتي سرچینو له قوله یو بل راپور هم خپور کړی و چې په دې وروستیو کې یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نا مسوولو وسله والو د زیاتوالي خبره کړې وه. د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، د ښار له مختلفو ناحیو هره ورځ ورته د جنايي پېښو راپورونه ورځي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د پخوا په پرتله په ښار کې جنايي پېښې څو چنده زیاتې شوې دي چې لامل یې وزګارتیا، فقر او د حکومت له لوري د مناسبو امنیتي پلانونو نشتوالی دی. دی وايي چې په امنیتي سکتور کې د سیاسي فشارونو موجودیت بل هغه لامل دی چې جنايي پېښې یې زیاتې کړې دي. د روحاني په باور، کله چې د ښار په تر ټولو خوندي سیمه نوي ښار کې یو کس په خپل موټر کې خوندي نه وي او ویشتل کېږي او عاملین یې هم په تېښته بریالي کېږي، دا کار له خلکو سره پوښتنې او اندېښنې زیږوي. دی وايي چې د ښاري امنیت په اړه حکومت اړین پلانونه نه دي پلي کړي او د چارواکو هره ورځ ادلون بدلون هم د دې لامل شوی چې یوه منظم پلان له منځه ولاړ شي. د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکي وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د کمپنۍ او کوټه سنګي په سیمو کې یوازې دری صرافان په رڼا ورځ د پیسو لپاره ووژل شول. د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی محمد جمیل سرنوشت ته وویل: ((د کمپنۍ په باغ داوود سړک یې اونۍ وړاندې یو صراف وواژه، ورپسې یې په بازار کې یو بل صراف ووژلو او خلک وتښتېدل؛ اخر موږ چا ته شکایت وکړو چې دا چا وکړل او عاملین یې باید څوک ونیسي.)) د اتمې ناحیې یو بل اوسېدونکی شېرمحمد وايي چې په کارته نو کې اوس تر ماښام وروسته څوک په کوڅو کې نه شي ګرځېدلی. د ده په وینا، هره ورځ اتمې حوزې ته د جنايي پېښو ګڼ راپورونه رسېږي خو د مخنیوي لپاره یې تر اوسه کوم ګام نه دی اخیستل شوی. هڅه مو وکړه په کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه د کابل د امنیې قوماندانۍ او یا کورنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو خو بریالي نه شوو. وزارت به پخوا هره اونۍ خبري کنفرانس درلود او د اونۍ جنايي پېښې به یې په کې اعلانولې؛ خو اوس دغه کنفرانسونه هم لغوه شوي او کره شمېرې هم نه موندل کېږي. د وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې جنايي پېښې په ټوله نړۍ کې معمول دي او ډېرو پرمختللو هېوادونو یې هم مخه نه ده نیولې. د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې په کابل کې د غیرمسوولو کسانو شتوالي او د نفوس زیاتوالی هم د جنايي پېښو پر کچه اغېز کوي. پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، کله چې په ښار کې ناقانونه وسله موجود وي، نو جنایي پېښې ورسره حتمي دي، کله چې په یوه ښار کې تر اټکل او کچې زیات نفوس موجود وي هلته جنايي پېښې زیاتېږي، خو حکومت مسوول دی چې دغه حالت کنټرول کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery