مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د « النصر » مبارک سورت تفسير او ترجمه :

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
-غوښتونکي : محب الله / محمد . درنو او محترمو استادانو ، علمآء کرامو ، او ټولو کاروکونکو خصوصا مفتي علامه صاحب ته دزړه له کومي نبوي تحفه وړاندي کوو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . موږ د دارالافتاء له محترمو اعضاء ، کارکنانو او مسئولينو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو تر څو د علامه صاحب د « النصر » دمبارک سورت جامع تفسير راته وړاندي کړئ ، تر څو موږ او ټول مسلمانان وروڼه ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړي !!! ستاسي دجواب په انتظار . -------- [سُوْرَةُ النَّصر ] پوه سه ! چي دا مبارک سورت درې نومونه لري ، ۱ : سورة النصر ، ۲ : سورة التوديع ، ۳ : سورة اذا جاء ، ۴ : سورة الفتح . ددغه مبارک سورت اياتونه درې ‎، کلمې يې نولس او حرفونه يې نه اويا دي. پوه سه ! چي سورت توديع له دې جي ورته ويل کيږي چي په دې سورت کي دنبي اکرم ( صلی الله تعالی عليه وسلم ) دوفات نز دې کېدو ته اشاره ده . ، وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (2) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (3) «إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (1)، لفظي ترجمه : (إِذَا) هغه وخت (جَاءَ) چي راغی (نَصْرُ) مدد ، کومک (اللَّهِ) د خدای پاک ، يعني چي ددین پردښمنانویي ته غالبه کړې په خپل نصرت سره ،پوسه چي مهم قسمونه دنصرت دالله جل جلاله څلور دي «۱» نصرت پر کفارو باندی «۲»،نصرت پر منافقینو باندي «۳»نصرت ، پر نفس باندي «۴»نصرت پرشیطان باندي په ملازمت دتقوا سره (وَ) او (الْفَتْحُ) فتح دمکې یعني اوراغله وتاته دمکې مکرمې فتحه (1) (وَ) او (رَأَيْتَ) وليدل تا (النَّاسَ) خلګ (يَدْخُلُونَ) چي داخليږي دوئ ، ننوځي،یعني په داسي حال کي چي داخلېږي خلګ (فِي دِينِ) په دين کي (اللَّهِ) د خدای پاک (أَفْوَاجًا) ډلي ډلي (2) (فَ) نو (سَبِّحْ) پاکي وايه ، يعني الله پاک لره (بِحَمْدِ) سره له ثنا ويلو (رَبِّ) د رب (كَ) ستا (وَ) او (اِسْتَغْفِرْ) بخښنه غواړه (هُ) له ده څخه [يعني له الله تعالی څخه] (إِنَّ) بېشکه (هُ) دَی ، يعني الله پاک (كَانَ) دۍ (تَوَّابًا) ښه توبه قبلوونکئ (3) . يعني کله چي دالله پاک نصرت او مدد په مختلفو مرحلو کي وتاته راغی ، او مکه مکرمه فتح سوه نو دا اوس داسي وخت دی چي درسالت وظيفه دي پای ته رسېدونکې ده ، او نزدې ده چي له دې دنيا رحلت وکړې ! نو په دې وجه دالله پاک په پاکي او دالله پاک په حمد اوثنا ويلو همداراز دخپلو امتيانو لپاره دبخښني په غوښتلو سره مشغول سه ، نو الله پاک به پر تا او ستا پر امت باندي په رحمت سره رجوع وکړي، ځکه چي الله پاک بېشکه ډېر رجوع کونکئ دئ په رحمت او دتوبي په قبلولو سره پر بندګانو باندي. تفصيل او علمي خبري : ( إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (1) : پوه سه ! چي د « اذا » لفظ چي پر ماضي داخل سي نو هغه مستقبل ګرځوي ، او کله کله « اذا » په معنا د « اذ » وي نو بيا دماضي صيغه پر خپل حال پاته کيږي دلته دغه دواړه مذکور صورتونه جوړېدای سي ؛ ځکه چی ددغه سورت په نزول کي دوه قوله دي : اول داچي دغه سورت دمکې مکرمې تر فتح له مخه نازل سويدی نو پر دغه تقدير « اذا » پر خپل حال پاته دۍ ، او « جاء » د « يجيء» په معنا دۍ ، يعني هغه وخت چي راسي مدد دالله پاک او دکعبې شريفي فتح ، نو به ددغه مبارک سورت نزول دنبي اکرم ( صلی الله عليه وسلم ) دنبوت له علامو څخه سي . دوهم داچي دا سورت دمکې مکرمې له فتح وروسته نازل سويدئ ، له ابن عمر ( رضي الله عنهما ) څخه روايت دئ چي دا مبارک سورت دتشريق دورځو په منځ کي په منی کي نازل سو . [ رواه الترمذي والبيهقي ] . پردغه تقدير نو « اذا » د« اذ » په معنادۍ او « جاء » پر خپل حال پاته ده ، چي لفظي ترجمه موږ ددغه قول مطابق کړېده . ،پوسه چي داذاپه لفظ کي دلته یودریم قول هم سته هغه دادۍ چي قرطبي رحمه الله يو قول داسي نقل کړی دۍ چي « اذا » دلته د « قد » په معنا دئ ، نو به د « اذا جاء ..» معنا داسي سي : په تحقيق سره راغی . پوه سه ! چي دنصر اود فتح په اړه دلته متعدد قولونه دي : اول داچي له نصر څخه مراد اعانت دی پر تحصيل دمطلوب ، او له فتح څخه مراد دمطلوب تحصيل دی ، يعني له نصر څخه مراد دادۍ چي الله پاک اسباب دمطلوب وده مبارک او دده واصحابو ته ور برابرکړل ، لکه ځای ، ملګري ، وسله او نور ضروري سامان ، او له فتح څخه مراد ورحاصلول دمطلوب دي کوم چي غلبه ده پر دښمن باندي . دوهم قول دادئ چي له نصر څخه مرادددين کاملوالی او له فتح څخه ددنيوي کارو برابرول دي ، لکه په دغه مبارک آيت کي چي راغلي دي : « اَلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتي وَ رَضيتُ لَكُمُ الْإِسْلامَ ديناً ج..المائدة » . دريم قول دادۍ چي له نصر څخه مراد په دنيا کي برئ او کاميابي ده پر مقاصدو ، اوله فتح څخه مراد برئ او کامیابي ده په دخول دجنت . او څلورم قول دادۍ چي له نصر څخه مراد دحديبيې صلح ده کومه چي دهجرت دشپږم کال په اخير کي وسوه ، او له فتح څخه دمکې مکرمې فتح مراد ده کومه چي دهجرت په اتم کال کي وه . ( وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (2) : پوه سه ! چي د « رأيت » په لفظ کي دري احتماله دي : اول داچي د « ابصرت » په معنا سي ، دوهم داچي د« علمت » په معنی سي ،دریم داچي دعرفت په معنی سي،، پر اول اودریم تقدير به د« يدخلون » جمله حال سي ، له « الناس » څخه ، او معنا به په دې ډول سي : او وليدل تا خلګ په داسي حال کي چي دالله پاک په دين کي ډلي ډلي داخليدل ، او پردوهم تقدير به د « يدخلون » جمله د « رأيت » لپاره دوهم مفعول سي او معنا به په دې ډول سي : او عالم سوې ته په دې چي خلګ دالله پاک په دين کي ډلي ډلي داخليږي . «سوال » : د« الناس » لفظ خو وټولو انسانانوته ورشامل دئ سره له دې چي ټول انسانان کله ډلي ډلي دالله پاک په دين کي داخلېدل ؟. «جواب» ددې سوال په درې ډوله جواب سویدی ،اول په دې ډول چي له « الناس » څخه دلته مراد عرب دي ،، ،جواب ۲،دادۍ : چي مقصود له انسانيت او عقل څخه دالله پاک دين او طاعت دی ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي : « وما خلقت الجن والانس الا ليعبدون » نو څوک چي له حق دين څخه مخ واړوي هغه په حقيقت کي انسان نه بلل کيږي ، لکه چي الله پاک فرمايي : « أولئک کالأنعام بل هم أضل » ، نو د « الناس » لفظ وکفارو ته نه دئ ورشامل . له حضرت حسن بن علي ( رضي الله عنهما ) څخه يوچا پوښتنه وکړه چي : « من الناس » ؟ ده په جواب کي ورته وويل چي : « نحن الناس واشياعنا اشباه الناس ، واعدائنا النسناس » . نو حضرت علي کرم الله تعالی وجهه دئ پر تندي مچ کړ او داسي يې وويل : « الله أعلم حيث يجعل رسالته » . ،جواب۳ ،: مراد له « الناس » څخه ديمن خلګ دي، . پوه سه ! چي دمکرمې ترفتحه له مخه به خلګ يو يو په اسلام کي داخليدل ، او دمکې مکرمې له فتحي څخه وروسته په اسلام کي په ډلو ډلو داخليدل شروع سول ، له حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی چي ده يوه ورځ وژړل ،نودیوچاله خوا ورته وويل سول : کوم شي دي ژړوي ؟ ده ورته وويل چي ما له رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم څخه اورېدلي دي چي ويل يې :چي داخليږي خلګ ، يعني اوس دالله پاک په دين کي فوج فوج ، ډلي ډلي ، او ژر دئ چي دالله پاک له دين څخه به خلګ بيرته ډلي ډلي وزي ، يعني اوس خو داحال دئ چي تاسي يې ويني له مختلفو ځايوڅخه دالله جل جلاله په دين کي خلګ داخليږي خو داسي وخت هم راتلونکئ دئ چي له دينه به خلګ داسي ډلي ډلي وزي لکه څنګه چي اوس پکي داخليږي،په یوه بل حدیث کي راغلي دي چي داسي زمانه به راسي چي په یوه جامع مسجدکي به زرنفره یازیات ترزرونفرولمونځ کوي مګرمسلمان به یوهم نه وي، تفسیرکبیر،اختراعات عصریه ، او « افواج » دفوج جمع ده ، او دفوج لفظ دامام راغب په قول وهغه جماعت ته ويل کيږي چي تيز تلونکئ وي دلته دمطلق جماعت په معنا دی . سوال : دفوج لفظ خو د« فَعْلٌ » پر وزن دئ کوم چي پر « افْعُلٌ » جمع کيږي نه پر « افعال » ، نو بايد دفوج دلفظ جمع پر « افْوُجٌ» راغلې وای نه پر « افواج » ؟ جواب : ځيني علماؤ ويلي دي چي له قياسي جمع څخه دضمې دخول پر واوباندي لازمېدئ نو له دې وجي خلاف القياس پر « افواج » جمع سويدئ ، خو په بحر کي راغلي دي چي د « دافْعُلٌ » پر وزن جمع قياسا دهغه « فَعْلٌ » ده چي هغه صحيح العين وي ، او کله چي معتل العين وي نو دهغه قياسي جمع « افعال » ده ، لکه حوض او احواض ، ثوب او اثواب . (فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (3)یعني چي دالله پاک نصرت اوفتحه اوبری ووينې نوپاکي بیان که ،درب ستا،سره له حمده درب ستااوطلب دمغفرت اوبخښني وکړه له ده څخه په تحقیق سره دئ یعني الله پاک دۍ ډیرتوبه قبلونکئ،تفصیل اوعلمي خبري،پوسه چي دسبح،لفظ له تسبیح څخه جوړدی اوتسبیح دتفعیل دباب مصدردی دتفعیل باب کله دایجادله پاره راځي مثلاتسبیح چي له پاره دایجادسي نومانایي داسي ده پاک ګرزه ول یاپاکي ورکول یاپاک پیداکول دایوه معنی هم دلته صحت نلري،اوکله بیادانتساب دپاره راځي نوبه دتسبیح ماناداډول سي ،پاکي بیانه ول،یاپاکي منسوبه ول یااظهاردپاکي کول ،اوبالخصوص دتسبیح لفظ په معنی دسبحان الله ویلوهم راځي خودلته دغه معنی مرادنده بلکه مرادبیانول دپاکي دالله پاک دي په هرذکرسره چي وي بلکه تردې هم عامه معنی مرادده تفصیل ددې دادی چي تسبیح دخدای پاک دوه قسمه ده ،اول اختیاري،اودوهم غیراختیاري چي تسبیح قهري هم ورته ویل کیږي،غیراختیاري تسبیح دخدای پاک داده چي دهرمخلوق وجوداودده حالات دالله پاک پرخدایي اووجوداوپرپاکي باندي دلالت کوي داډول تسبیح ترمومن پوري خاصوالئ نلري بلکه کافریي هم وایي،جامي رحمه الله تعالی فرمایلي دي،«زهرزره بدوروی وراهیست»براثبات وجوداوګواهی است» اوتسبیح اختیاري درې قسمه ده ،۱،زباني اوقولي چي په خوله سره سړی دالله پاک پاکي بیان کړي،۲،اعضائي چي د جوارحواودانداموپه فعل سره دخدای پاک پاکي بیان سي لکه په رکوع په سجده وغیره سره،۳،قلبي ،چي په زړه سره دالله پاک پاکي بیان کړه سي ،دلته دفسبح،په لفظ کي له تسبیح څخه اختیاري تسبیح مرادده عام له دې څخه که زباني وي اوکه اعضائي وي اوکه قلبي وي، دلته نورقولونه هم سته چي شرحه یي داده،۱،مرادله تسبیح څخه دلته په علاقه دسببیت سره مجازا تعجب مراددی یعني نوتعجب وکړه ای رسوله له دې وجي چي هغه ډول نصرت اوبرئ الله پاک درنصیب کړچي په وهم کي لادچانه تېرېدئ پوسه چي ودغه تعجب ته تعجب دمتأمل شاکرویل کیږي دغه ډول تعجب مأموربه راتللای سي ،۲،ځینوویلي دي چي مرادتعجب دی خوامردلته په معنی دخبردی ځکه چي په صیغه دتعجب کي له امرڅخه دامرمعنی نه مرادېږي خوداخبره په دې سره مخدوشه ده چي فسبح خودتعجب صیغه نده«۳»فسبح دلته په معنی د،فَصَلِّ ،دی یعني نولمونځ وکړه سوال : جلالتمآب علامه ابوالفضل صاحب خواهشمندم که لطفابه سوال من پاسخ بګوئیدسوالم این است که صلوة الفتح دراسلام کدام صلوة است؟ جواب»پوسه چي کله چي مکه مکرمه فتحه سوه نونبي صلی الله علیه وسلم دام هانئ رضی الله تعالی عنهاپه کورکي اته رکعته لمونځ وکړ اوچا ویلي دي چي په داخل دکعبې شریفي کې وکړل خوداصحیح نده،ودیته صلوة الفتح ویل کېږي،دالمونځ سنت دی هروخت چي مسلمانانوته دیوځای فتحه حاصله سي نودغه صلاة الفتح بایدوکړي داسنت عمل دی ،کله چي مدائن فتح سونوحضرت سعدرضی الله تعالی عنه هم دغه صلوة الفتح وکړ،پوسه چي په دوران دلیکلوددې مسئلې کي مي په فکرکي داسي راغلواوامیدکوم چي الهي الهام به وي چي په مقتضی دآیت دفسبح الخ سره له صلوة الفتح څخه وروته باید فاتحین دا ذکرهم وکړي سبحان الله وبحمده استغفرالله واتوب الیه، البته هرمجاهداوددوی مشرکوم چي فاتحین دي یوڅومتعددوختونه دغه ذکربایدکوي په دې کي خوراډیراسرارمضمردي،پوسه چي د،بحمدربک،په لفظ کي دوه احتماله دي اول احتمال دادی چي باجاره لپاره دملابست سي،ای متلبسا بحمدک،نوبه دحمداضافت اضافت دمصدرسي ومفعول ته،اودوهم احتمال دادی چي باجاره لپاره داستعانت سي اواضافت اضافت دمصدروفاعل ته سي،نوبه مطلب په دې ډول سي ،ای سبحه بماحمدسبحانه به نفسه ،قال ابن رجب رحمه الله تعالي اذلیس کل تسبیح محمودافتسبیح المعتزلة یقتضی تعطیل کثیرمن الصفات وقدکان بشرالمریسي یقول سبحان ربی الاسفل العیاذبالله، په مسنددامام احمداوپه صحیح مسلم کي رحمهماالله تعالی له حضرت عائشې رضی الله تعالی عنهاڅخه روایت دی چي رسول صلی الله علیه وسلم به په اخیردکارخپل کي یعني کله چي یي له دنیاڅخه درحلت وخت رانزدې سو،«سبحان الله وبحمده استغفرالله واتوب الیه» ډیروایو،انتهی باختصار،،سوال،دمغفرت غوښتنه اواستغفرالله ویل خوهلته په کارده چي سړئ ګنهګاروي نونبي علیه الصلوة والسلام خوله ګناؤڅخه معصوم ونوالله پاک څنګه وده ته په استغفارسره امرکړی دی؟،،جواب،،ددې سوال په مختلفوډولوجواب ورکړسویدی چي شرحه يي داده«۱»درسول صلی الله علیه وسلم په هره ثانیه کي مرتبه له یوې څخه وبلي ته لوړېدله کله چي به دئ مبارک وهري لوړي مرتبې ته ورپورته سونوهغه له مخه مرتبه به لکه ګناه داسي ورته معلومېدله نوبې په دې وجه مغفرت وغوښتئ،حافظ شیرازي رحمه الله تعالي فرمایلي دي ،مرادرمنزل جانان چه امن وعیش چون هردم»جرس فریادبرداردکه بربندیدمحملها»«۲جواب»دااستغفاربه ده مبارک له هغوکاروڅخه کاوه چي دده مبارک په فکرکي به دده له عظیم منصب سره خلاف الاولی ښکاره سول«۳جواب»دااستغفاربې دهغوسهووپه وجه کاوه چي ترنبوت له مخه له ده مبارک څخه دده په ګمان سویې وې«۴جواب»دا استغفارده مبارک له پاره دتعلیم دامت کاوه اوالله پاک هم ددغه مقصدلپاره دئ په استغفارسره مأمورکړیدۍ«۵جواب»داستغفارپه حقیقت کي دامت دپاره وونوده مبارک چي به داسي وویل چي خدایه وماته بخښنه وکړه نوددې مطلب به داووچي خدایه پاکه زماامت راوبخښه ،«جواب ۶» څونه چي انسان والله پاک ته ورنزدې کېږي هغونه دالله پاک عظمت اولویي ورته معلومیږي نوکله چي په لویي دالله پاک کي زړه اوفکرمشغول سي نوخپل ځان قاصراوګنهګارورته ښکاره سي نواستغفاروایي که څه هم یوه ګناه یې نه وي کړیې،پوسه چي په صحیحوروایتوکي راغلي دي چي ده مبارک به په شپه اوورځ کي تراویاواره زیات استغفاروایوعلماووذکرکړي دي چي له فرض لمانځه وروسته بایداقلادرې واره استغفاروویل سي دتهجدله لمانځه څخه وروسته بایدچي څونه کولای سي استغفاروویل سي اوحج کونکئ دحج له ختمېدوڅخه وروسته بایداستغفاروایي داټول ددې دپاره چي کوم تقصیرات چي په دغوعبادتوکي ورڅخه سوي دي هغه الله پاک ورمعاف کړي،ځینوبزرګانوپه خپلوکتابوکي ذکرکړي دي چي پخوابه مسلمانانوڅومیاستي تررمضان له مخ دادعاکوله چي خدایه پاکه تررمضان پوري موژوندي ورورسوې اوکله چي بې درمضان روزه ونیوله نوبیا بې څومیاستي دادعاکوله چي خدایه درمضان روزې اوعبادتونه راڅخه قبول که ،یوعبادت چي سړئ وکړي اوپه ده کي نوئ،تازه ښه اثرپیدانسي نوداعلامه ددې ده چي دغه عبادت یې ندی قبول سوئ اوکه دده په حال کي له پخواڅخه نوی نیک تغیرراغئ نوداعلامه دقبول ده،کذافی التنبیه لابی اللیث،،پوسه چي قبليدل دعبادت دالله پاک په دربارکي درې ډوله ده«۱»ډول یې دادی چي فقط ذمه په خلاصه سي نوریې ثواب اوکوم فیض اوبرکت نه وي ددې مثال علماووپه هغه لمانځه سره ویلئ دۍ چي بې حضوره اوبې خشوع وکړسي«۲»ډول دقبول دعبادت دادی چي ثواب هم الله پاک ورکي اوذمه یې هم خلاصه سي خودده په عبادت سره الله پاک وملائکوته فخرنکوي «۳»ډول دقبول چي دانوپه اعلی درجه قبول دی دادی چي هم ذمه په خلاصه سي اوهم یې ثواب اوبرکات وي اوهم الله پاک فخرپه کوي«المنارالمنیف» . ( انه کان توابا) : پوه سه ! چي د « کان » په لفظ کي دوه احتماله دي ، اول دا چي حمل سي پر ماضي زمانه باندي « اي : کان توابا منذ خلق المکلفين » . دوهم »داچي داستمرار په معنا سي ، « اي لم يزل توابا » . پوه سه ! چي د « تواب » لفظ چي دبنده صفت راسي نو په معنا دډېر رجوع کونکي دئ له ګناه څخه ، او چي دالله جل جلاله صفت سي نو بيايې درې ډوله معنا کېدای سي ، اول : ډېر رجوع کونکئ پر بندګانو په قبول دتوبې ، دوهم : ډېر رجوع کونکئ پر بندګانوباندي په رحمت سره، ۳ : ډېر رجوع کونکئ پر بندګانو باندي په توفيق ورکولو دتوبې سره. همدارنګه پوه سه ! چي ځينو علماوو ويلي دي چي په دغه آيت کي احتباک راغلئ دئ ، احتباک دې ته ويل کيږي چي له سابقه په لاحق او له لاحقه په سابق اکتفاء وسي ، نو اصلي کلام په دې ډول دئ : واستغفره انه کان غفارا ، وتب اليه انه کان توابا » تم تفسیرالسورة والحمدلله علی ذالک ، وصلی الله علی النبي الأمي وآله وسلم .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery