مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله غواړو

اېمل افغان

 
 افغان ولس يو سوله غوښتونکی قوم دی، تل يې د خپل هېواد اوخاورې د ابادولواوساتلو لپاره د سولې غږ پورته کړی اوهغه يې غوښتې ده، نور نه غواړي چې له دې وروسته په دې خاوره کې د دوی وينې بې ځايه توې شي لکه څنګه چې په تېروڅلوېښت کلونوکې د جنت، دوزخ، جهاد، خلق،کمونيست، پرچم، افغان ملت، طالب او اوس د داعيش ترنامه لاندې د بهرنيانو په ښکاره لاسوهنې سره دوی قرباني شول او اوس هم کېږي، سرونه يې بې ځايه پرې کېږي، ښوونځي يې سوزول کېږي، کورونه يې ړنګېږي، خو په يوه بهانه دا ولس هره ورځ وژل کېږي، له کار اوکسب څخه وروسته پاتې کېږي.
د دې روانې جګړې اصلي عوامل او مرکزونه که په پوره توګه ترڅېړنې ونيسو دا به اوس نړيوالو اوبيا هرافغان ته لکه د لمر په څېر روښانه شوې وي، چې دا جګړه زموږ نه ده او نه مو په ګټه تمامه شوې بلکې دا جګړه د بهرنيو او په ځانګړې توګه د پاکستان جګړه ده، چې په دغه خاوره کې يې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره په دې څلورلسيزوکې روانه کړې او په نتيجه کې يې افغان ولس ته ښه درانه مالي اوځاني زيانونه د تاريخ په اوږدوکې واړول، کابل يې د افغان ولس په وينو سورکړ، چې په پايله کې دوی خپل اهداف ترلاسه کړل، افغان ځوانان له ښوونځي اوپوهنتون څخه بې برخې پاتې شول او دغه پرونی او نننی پاکستان اوس هم خپلو تربيه کړو جګړه مارانو ته وايي چې په افغانستان کې درڅخه يوه د ښوونځي ودانۍ روغه پاتې نه شي، پلونه او فابريکې ټولې په بمونو والوزوۍ، په کار پوه کدرونه او انجنيران و وژنۍ ځکه چې دوی په دغه اداره کې کارکوي او دا د هغه هېواد د ځواکونو په خبره يوه کفري اداره اونظام دی.
حال دا چې دا يوه اسلامي ټولنه ده دلته هرڅه شتون لري، مسجد شته، مدرسې شته، هغومره د قرآن تلاوت به تورپنجابيان نه کوي لکه څنګه يې چې افغان ولس کوي، خو لنډه دا چې جګړه يې د خپلوغلامانو په مرسته په دغه خاوره کې د اسلام تر نامه پيل کړې، چې ورسره ټول کارونه د وروسته پاتې کېدو په حال کې دي، ځکه افغان ولس ټول عمر د جګړې په ختمولوکې تېرکړ، ودانيزکارونه او دکدرونو روزنه دلته پاتې ده، ځوانان مو د ملي پوليسو اوملي اردو په ليکوکې همېشه د پاکستان له پوځ سره د طالب په جامه کې له تور مخو پنجابيانو سره په جګړه کې لاس او ګريوان دي، خو په هرصورت دا لوبه د پاکستان له پنجاب اواسلام آباد څخه پيل شوې او غواړي چې خپلې موخې په افغانستان کې ترلاسه کړي.
موږ جګړه نه غواړو، جګړه د پاکستان او د هغوۍ د ملګرو هېوادونو ده، دا چې په افغانستان کې د طالب او داعيش ترنامه لاندې يې پيل کړې دا د پاکستان يو ځانګړی او دومخی سياست دی، چې دوی يې پلی کوي، ځکه که دوی دا کار نه کولی لس کاله يې اسامه بن لادن چې يوعرب وو او پاکستان په خپل کورکې يو نا محرم ته ځای ورکړی وو، آن اسلام آباد چې د دوی پايتخت دی د امريکايي ځواکونو له خوا تش په نامه ووژل شو او له هغه وروسته يې ملا محمدعمر د کراچۍ په ښارکې وساتلو او دلته يې له افغان حکومت سره د دروغو د سولې او اوربند خبرې کولې دا ټول د پاکستان هغه ښکرور دروغ او ناوړه سياست ووچې له ځان څخه يې هغه دوه مخې ډمه جوړه کړې وه، چې خپل سينګار کړی مخ يې امريکې ته اړولی او شاه يې افغان حکومت ته کړې ده اوکلونه يې دا جګړه روانه وساتله چې په نتيجه کې ورسره افغان ولس او د دوی ادارې د تل لپاره په روانه جګړه کې ښکېل پاتې شوې.
اوس چې دوی يو بل پړاو د سولې لپاره د راحيل شريف په رالېږلو سره پيلوي ايا دوی به په دې پړاوکې څومره په زړه کې صادق وي. هېڅکله هم پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې دې دايمي سوله راشي ځکه د جګړې بوي او ډلې ټولې د پاکستان په خاوره کې شتون لري، همدوی يې تربيه کوي او را لېږي، څومره چې افغانان معلومات لري طالب ځان ته يوه مړۍ ډوډۍ نه لري نو بيا دوی دا دومره پراخه جګړه په کومو امکاناتو مخ په وړاندې وړي، په هرې انتحاري حملې تر يولک ډالرو پورې لګښت راځي، ښکاره خبره ده چې دا امکانات ورته د پاکستان حکومت برابروي اوپه افغانستان کې په څلور لاروکې ځانونو ته چاودنې ورکوي، چې په پايله کې ورسره افغان ولس بې ځايه وژل کېږي، نورمالي اوځاني زيانونه چې اوړي د هغو خو له سره حساب اوکتاب نه کېږي اوکله چې بيا له همدغو انتحاريانوڅخه کوم يو يې ژوندی نيول شوی نو هغوی په خپل لومړني اقرارکې دا خبره کړې چې موږ د پاکستان د تور پوځ له خوا د دې کار لپاره په اسلام آبادکې تربيه شولو او راته وويل شول چې په افغانستان کې داکار ترسره کړۍ، ځکه هلته جهاد دی او افغان ولس باندې جهاد روا دی زه يوه پوښتنه له دغه تور پوځ څخه کوم ستا په کراچۍ، پېښور، اسلام آباد، مري، ابيټ آباد کې به ډېرې زنا ګانې او ناوړه کارونه کېږي اوکه په افغانستان کې به ډېر وي ستا څلوېښت کلن سپين ږيري به ډېر بې لارې وي او که زما؟.....
داڅنګه سوله ده، چې دوی يې له موږ سره کوي سوله خو له خپل ځان څخه يو لړ شرايط لري چې هغه لومړی بايد په پام کې ونيول شي بيا دواړه خواوې سره جرګه شي، چې نتيجه يې هم مثبته راوځي خو زه وايم چې نه په افغان حکومت کې داسې پياوړی جرګه مار شتون لري او نه د پنجاب حکومت دا غواړي چې دوی يو مثبتې پرېکړې ته ورسېږي.
دوهم دا چې د سولې په راتګ سره د پاکستان اقتصادي حالت د خرابېدو په لور درومي دا ځکه چې د دوی پاپړ او ژاولې او ورستې کېلې به بيا څوک اخلي دا خو بيا د سولې په راتګ سره له منځه ځي، پکار ده چې د پاکستان حکومت لومړی د وران کاره ډلو ځالې چې په هغه ځای کې شتون لري له منځه يوسي بيا له هغه وروسته له افغان حکومت سره د سولې لپاره خپلې مټې راونغاړي.
سوله يوه د خيرکلمه ده چې بايد هرمسلمان يې په راوستلوکې کوښښ وکړي دوهم دا چې افغان سياسي مشرانو ته هم پکار ده چې له داسې دومخي جګړه مار سره د سولې لپاره د يوه مېز ترڅنګ کښېنه ني او نړيوالو ته دا خبره ورسوي چې پاکستان په ښکاره د افغانستان د تباه کولو لپاره مټې رانغاړلې دي افغان مشرانو اوپه ځانګړې توګه ځوانانو ته هم پکار ده، چې د داسې سولې په وړاندې يوه جدي مبارزه وکړي او سوله لاس ته راوړي د سولې د راوستلو لپاره په نړيواله کچه قوانين جوړ کړي او هغه ټولې نړۍ ته ښکاره کړي چې د دغو قوانينو په اساس له پاکستان سره سوله او روغه جوړه کوو، که قوانين د سولې په وړاندې موجود نه وي فکرکوم دا به يو پوچ چارمغز وي چې د پنجاب حکومت يې د افغان سياسي لوبغاړو په جيب کې اچوي. ترڅو به موږ غولول کېږو، ترڅو به وژل کېږو، ترڅو به جګړه کې ژوند کوو، راځۍ چې له خپلې ادارې اوخپل حکومت سره لاس يوکړو، د سولې په راوستلوکې له هرچاه څخه ډېرکار وکړو ناهيلي کېږو به نه.
خپل دوست او دښمن ته به ښه په نره د سولې په وړاندې ځواب وايو ځکه موږ هم يو رسمي حکومت لرو او په نړيواله سطحه يو پېژندل شوی حکومت دی برحاله ملي اردو او ملي پوليس لرو موږ ته هم پکار ده چې د داسې دوه مخي سياست په وړاندې ورته درې مخی سياست په مخ کې کېدو له لغمان چل څخه کار واخلو، هېڅکله نور بايد د پاکستان حکومت موږ ونه غولوي، موږ ډېرښه ځوانان لرو، په هرډګرکې، که چېرته زموږ ځوانان پياوړي نه وايي او په کار نه پوهېدای نو نن به په سپورتي لوبوکې په نړيواله کچه د پاکستان په څېر ملکونو ته ماتې نه ورکولې راځۍ چې له خپلو لوبغاړو څخه يې د سپورت او لوبې په ډګرکې زده کړو، موږ ډېر ښه ذهن لرو، موږ په داسې سختو اوناوړه شرايطوکې د کارکولو لپاره ډېرې ښې حوصلې او استعدادونه لرو، اوکولای شو چې جګړه هم په سوله بدله کړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery