مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

صوفي مشکوک

توریالی ملیار
چې کله به کیناست د بل سپکه خپله درنه به یې ویله، تر ده ها خوا یې لږ خلک مسلمان بلل، څوک به چې لږ له خپلې دروازې پاک را ووت نو دی به پرې مشکوک و کله به یې وې ښځې بې لارې کوي، کله به یې وې الحاد ته سوق کیږي، کله به یې وې یهودیت ته قریب شوی.... بس د کچالو ټاپې وې لګولې یې.
د کابل خلک خو ورته له یوه سره مباح الدم ښکارېدل، جنت ته یوه لاره یې د کابل د کوپارو په وژلو کې لټوله، وې جاروکش یې هم کافر دی.
مکتبیان به یې له یوه سره کونیان بلل وې دوی ټول د کوپر لپاره تربیه کیږي، که خلکو او زده کوونکو هر څومره مکتب ته مدرسه ویله خو وې به یې په دې کې هلکان کوپر ته سوق کیږي که نه یې منئ کتابونه یې له عکسونو ډک دي ان د ښځو عکسونه هم پکې شته.
عجیبه سړی و، هر څه ته یې په منفي نظر کتل او نور مخي یې هم پیدا کول، ما چې فکر وکړ دغه سړی یو وخت د کلي ناسور جوړ نشي راشه یوه غمه یې وخوره چې شکونه یې له ذهنه ووزي.
د صوفي مشکوک یو دوه ټکیه دیني سبق زده و ما وې راځه په ښوونځي کې د درس ورکولو لاره ورته برابره کړه.
د ښوونځي ادارې هم خبره راسره ومنله صوفي ته ډله ښوونکي کیناستل او ایله یې تر بحثونو او ډېرو خبرو وروسته په ښوونځي کې دیني تدریس ته حاضر کړ...
څه وخت چې تېر شو د صوفي مشکوک، د عقدو په اور لږ اوبه تویې شوې وې، او ایله پوه شو چې ښوونځي کې خو زده کوونکي له دین او دوینا دواړو خبرېږي او هغه څه زده کوي چې هره روځ ورته احتیاج یو.
وخت تېرېده د سرکار قانون راغی چې ښوونکي باید دار المعلمین ویلی وي، یا هم له دیني ښوونکو اختصاصي ازموینه واخیستل شي که نه معلمي نشي کولی.
صوفي مشکوک په دې کار بیا د شکونو ډنډ ته ولوېد او ویل یې چې سرکار په دې کار سره علما له کار او وظیفې باسي، خو د شک اور یې هغه وخت غلی شوچې دی یې هم په داخل خدمت دار المعلمین کې ونیو، دلته نو صوفي مشکوک هم زده کوونکي او هم ښوونکی و، تر ټولو ښه دا چې خپل مشر زوی یې هم ښوونځي ته داخل کړ.
د دار المعلمین تر بشپړولو وروسته صوفي رسمي ښوونکی شو، هم یې کورنۍ ته پينځه روپۍ ګټلې، هم یې زده کوونکو ته درس ورکاوه او هم یې یو څو شکونه لېرې شول خو د کابل له خلکو سره دښمني یې لا پر ځای وه.
له ماسره یې هم سلام علیک پرېښود، وې ګلوجان کابل ته ډېر ځي راځي له مخه یې بیخي نور الوتلی دی او ماته په پوست پاک نه ښکاري، لکه چی دی هم د کوپر مزدور شو.
د صوفي مشکوک شکونه په کابل میشتو هغه وخت اوج ته ورسیدل چې د کلي شوخو ځوانانو به کله نا کله یو نیم خبر سرچپه ورته تعبیر کړ او له صوفي به یې سمه غومبسه جوړه کړه.
یوه ورځ د جومات په ګرمه تبۍ یوه ورته کړل وې صوفي ته وګوره، بیا وايي کابل کې اسلام شته، دا یې څه لیکلي دي؟
 صوفي مشکوک چې د ټلفون سکرین ته سترګې ور واړولې نو ویې لېدل:
- د کار او ټولینزو چارو وزارت یوه ښځينه پيرده داره په کار ګوماري
- شېرزاد کلینیک کې یوې ښځينه نرسې ته د کار موکه شته.
- د پولیسو د مرکزي زون د ۱۲ نمبر قطعې یوې ښځينه پولیسې جایزه وګټله.
- سږ کال د ښځينه زده کوونکو او ښوونکو شمېر تر پخوا ۲ چنده ډېر شوی...
نور نو ځوانانو پټ پټ ورته خندل او صوفي مشکوک د خپلې غصي په لمبو کې سره لمبه اوښتی و، بس که هغه مهال زه په لاس ورغلی وی نو ځان به یې راباندې غازي کړ و.
څه وخت وروسته چې کلي ته ولاړم نو صوفي د کرکې او غصې له بارودو داسې ډک و لکه د ځانمرګي واسکټ، چې سترګې یې راباندې ولګېدې پټ یې له ځانه سره ښکنځا وکړه او لاره یې راڅخه چپه کړه.
وخت تیرېده چې کابل کې ښوونکو ته یو سیمنار جوړ شو، د ښوونځي ادارې یو پکې صوفي مشکوک هم داخل کړ، بله ورځ ډله ښوونکي کابل کې علمي سیمنار ته ولاړل، صوفي مشکوک دې ته شیبې شمارلې چې څه وخت به د کوپري تعلیم کوم مثال ويني، څه وخت به ورته کومه ډمه وګډېږي او څه وخت به خلک د شرابو ډک جامونه تش کړي... خو نه کوپر چا وغږاوه، نه کومه ډمه وګډېده او نه هم کوم جام چا ډک او تش کړ.
سیمینار کې غرمه مهال وویل شول، چې د ډوډۍ او لمانځه لپاره یو ساعت وخت دی، تر ډوډۍ وروسته ټول ښوونکي او مامورین په انګړ کې لوی جومات ته ولاړل، صوفي مشکوک حیران شو، وې دا څومره لوی او پاک جومات دی، ما خو وې چې دلته به څوک لمونځ نه کوي مګر دلته خو یې یوه دښته جومات جوړ کړی، لږ وخت چې تیر شو ګوري چې همدغه ستر جومات له لمونځ کوونکو ډک او په جماعت لمونځ ادا شو.... له دې کار سره د صوفي مشکوک خوله وازه پاتې وه.
د صوفي مشکوک غوږونه هغه وخت نور هم په ځوړ شول، چې په ښار کې به د اذانونو انګازو ټوله فضا ونیوله او کله به چې جومات ته د لمانځه لپاره ننوت نو د پښې ایښودو ځای به پکې نه و.
د صوفي مشکوک ځيني شکونه لیرې شول خو حکومت یې لا شین کاپر باله وې ټول پکې بې دینه دي، مګر دغه پوښتنه یې هغه مهال ځواب شوه چې ارګ ته د ورغلو سیمناري میلمنو ډلې د دولت چټ پټ شین مخي په جماعت ولیدل، دا وخت د صوفي مشکوک پر خپل ځان شک پیدا شو چې زما ایمان ته دې خدای خیر کړي دا خو زه سرچپه روان وم.
څو اونۍ وړاندې چې دوبۍ کې د برج الخلیفه اسمان څکي تر څنګ هوټل اور واخیست نو خوشاله و وې ښه دی کوپر پکې وسوزیده.... ما چې د هغه په اړه ورته خبره کوله انجنیر (ط،ظ) پرې را غبره کړه وې هلته هر ډول فحشا او عیاشي شته، تر کوپر بدتره دي، ښه شو چې اور یې واخیست... ما هم خبره پرېښوده ځکه دوبۍ مې لا تر اوسه لیدلې نه ده او انجنیر (ط،ظ) هر وخت ور روان وي، یوازې صوفي ته مې کړل چې، هغه کاپر بولي که مسلمان خو افغان وطن مسلمان دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery