مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

‏ دشاه شجاع یومتر ږیره

محمود نظری

محمود نظری


‏***‏
 ‏ ساده ته د عالم مرتبه په کچه د وړۍ ده
‏ تر هغه یې هم لوړه په کچه د پزې بوړۍ ده
‏ عالم ورته هغه دی چې تک سپين یږ وي
 یاهغه چې تکه سپینه یې جامه او پګړۍ ده ‏
علم په جامه اوچهره نه دآدم په ظرفیت وي
 عالم په وچه دښته کې تږو ته باوړۍ ده
 عالم د دنیا دعلمونو او دینونو خبر وي
‏ په ساینس حق ثابت وي ډوبو ته بیړۍ ده
‏ کار یې یوالی د مسلمانانو او افغانانو وي
 نه چې دنفاق لپاره غراره کړي یې غړۍ ده
 یا د شیطان د ږغ لپاره دلته هلته بنۍ وي
 یا د زنګي مارانو د هګیولپاره چابړۍ ده
 هغه عالم مه بوله چې غصب او خیانت کړي
‏ میلیونونه ډالره دامریکاد هغو یو ه نمړۍ ده
 وګورئ چې څو چچ ږیرو وطن څنګه وپلوره
 ږیره یې د اسلام لپاره نه په ساتلې یې غړۍ ده
‏ هغه ایږان چې یوازې دافغانانو نفاق غواړي
‏ دهغوموخه د دښمنانو شاباش او تاړۍ ده
 افغانه !خپل عالمان د هغوپه ښوکړو وپیژنه
‏ د بل په اشاره دمخبر وینا موږ ته پوکناړۍ ده
‏ اوس موږ آزاد نه یو بیا راغلې سقاوي ده
‏ د امان په راتلو په سقاویانو راغلې تبه ژړۍ ده
‏ دا د آزادي دښمنان به ټوله له وطنه ورک سي
 دالله په زور دامان په ماتیدو اتکړۍ اوبیړۍ ده
‏***‏
په لویه ږیره څوک نه ختاوځي بیله ساده باده
 اوس ږیره دهیچا په شیطنت اچولي نسي پرده
 اوس هیڅوک نه مني چې مسلماني لویه ږیره ده
‏ دسیکانو او ربیانو هغې ده تر مسلمان اوږده
‏ دهر چا عمل دی نه ږیره، دهغه دلاری مل ‏
 ‏ دعبادت جهاد جزا یوازې الله ورکوي نه بنده
 نن په ږیره امتیاز یوازې دووسان غواړي ‏
 ‏ دووسان ښه بزنیس ته پریږدي چچ ږیره اوږده
‏ «نظری» دیو چا ږیره چې اوږده سي تر یوه قبضه ‏
که یې سم نه پيژني سره سوالیه ورته ایږده
 غړۍ( مری)، تاړۍ( چکچکي)، چابړۍ( ټوکړۍ)، پوکناړۍ( بوغی )‏

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery