مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

پوهنمل محمدوارث
ما د لمر په پلوشو کې يو راز وليد
چې وږمو سره به يوځای بهار راشي

شين سح رکې به غوټۍ له خوبه پاڅي
چي اذانه سره يوځای مليار راشي

د خزان کډې تړلې راته ښکاري
له وچ بڼ به د بلبلو چغهار راشي

پرهرونه به پخپله پيوند اخلي
ګوندې دا چې مسيحا پدې لار راشي

توتکيو د سپرلي سندرې راوړې
دځوانۍ دور به بيا په چنار راشي

تورتمونه اوس له وريځو رخصت اخلي
بيا له ډيرې مودې ګوره سهار راشي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery