مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غزني د کرومایټونه کانونه پاکستاني انجنیران استخراجوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ
د غزني د ولایت شورا یو شمېر غړي وايي چې د دغه ولایت د کرومایټ ډبرو په کانونو کې پاکستاني انجینیران کار کوي او بیا دغه ډبرې تر استخراج وروسته پاکستان ته قاچاق کېږي. په غزني کې د کرومایټ ډبرو دغه قاچاق په زنخان ولسوالۍ کې چې د وسلوالو مخالفینو په لاس کې ده، کېږي. د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع وايي چې په زنخان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کرومایټ ډبرو نا قانونه استخراج روان دی. جامع همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې دغه کانونه د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي او ښايي پاکستانيانو ته هم وسله والو د کیندنو اجازه ورکړي وي. نوموړي زیاته کړه، پر زنخان سربېره د غزني په یو شمېر نورو سیمو او په ځانګړې توګه په ناور ولسوالۍ کې هم د قیمتي ډبرو نا قانونه استخراج روان دی. د غزني د ولایتي شورا مرستیال وايي، چې د طالبانو ترڅنګ ځايي زورواکي هم په دې قاچاق کې لاس لري. نوموړي د بېلګې په توګه ناور ولسوالۍ ته اشاره وکړه چې په وینا یې هلته مخالفین نشته خو کانونه د ځايي زورواکو له خوا استخراجېږي. د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع په غیر قانونه توګه د کانونو استخراج او د قېمتي ډبرو قاچاق د اندېښنې وړ وبلل. هغه زیاتوي چې وسله وال مخالفین د کانونو له درکه ترلاسه کېدونکې پیسې د دولت پر وړاندې پر جګړې لګوي. د غزني د ولایتي شورا یو بل غړی حسن رضا یوسفي هم وايي چې له یوې مودې راهیسې د غزني د زنخان ولسوالۍ د کرومایټ دوه کانونه د پاکستاني انجنیرانو له خوا استخراج او ډبرې یې پاکستان ته قاچاق کېږي. نوموړیوايي چې په زنخان کې د کرومایټ یاد دوه کانونه په (پردل) او (مست خېل) کلیو کې موقعیت لري، چې اوسمهال د وسلوالو مخالفینو په لاس کې دي. د هغه د معلوماتو له مخې په سیمه کې دوه تنه پاکستاني انجنیران کار کوي او هره ورځ له دوو تر پنځو مازدا موټرو پورې کرومایټ له دې سیمې قاچاق کېږي. یوسفيزیاتوي چې له زنخان ولسوالۍ څخه د کرومایټ ډبرې د لوګر د خروار ولسوالۍ له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي. نوموړی ادعا کوي چې له غزني څخه پاکستان ته د کرومایټ ډبرو په قاچاق کې له پاکستاني انجنیرانو سره طالبان مرسته کوي او خبرداری ورکوي چې که مخه یې ونه نیول شي، دغه کار به په غزني کې د طالبانو مالي سرچینې پیاوړې کړي. خو د غزني د کانونو او پټرولیم رییس سید احمدالله حکیمي دغه څرګندونې په کلکه ردوي. نوموړی وايي چې له څو کلونو راهیسې په غزني کې هېڅ ډول استخراج نه دی شوی او یوازې شپږ کاله مخکې د غزني د زنخان د کرومایټ ډبرې کانونه تر یوې لنډې مودې استخراج شول، چې بیا وروسته د ټیټ کیفیت او د بازار د نه شتون له کبله یې استخراج ودرېده. په غزني کې د کرومایټ، لیتیم، ګچ او سرو زرو کانونه تثبیت شوي دي. د لیتیم او ګچو کان په ناور، د سرو زرو کان په مقر او د کرومایټ کانونه په زنخان ولسوالۍ کې موقعیت لري. د یادونې ده چې د افغانستان یو شمېر کانونه په نا امنه سیمو کې موقعیت لري چې د وسلوالو مخالفینو او ځايي زورواکو له خوا استخراجېږي او عواید یې هم د هغوی جېب ته ځي. د کانونو او پټرولیم وزیر شاوخوا څلور میاشتې مخکې ویلي وو چې د کرومایټ ډبرې د قاچاق په اړه یې یوه تګلاره چمتو کړې ده. د دې تګلارې له مخې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د قاچاق شویو کرومایټ ډبرو پلور منع اعلان شوی دی. خو معلومه نه ده چې دغه تګلاره عملي شوې ده او که نه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery