مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-03   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

محمد ګلاب منګل:خلک بایدله امنیتي ځواکونوسره همکاري وکړي

سید سلام
که خلک له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي نو په هیواد کې به امنیت تامین شي. یادي څرګندونې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وزیر محمد ګلاب منګل فراه ولایت ته دیوه رسمي سفر پر مهال وکړې. ښاغلی منګل فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د روان کال د سلواغې په ۱۳ نېټه ترسره شو،د فراه ولایت له امنیتي منسوبینو وکتل او ټینګار یې وکړ،چې خلک باید له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي. د دې ولایت له امنیتي منسوبینو سره د کتنې پر مهال د فراه والي محمد آصف ننګ، د ۲۰۷ لمبر ظفر قول اردو د دویمې لوا قوماندان، امنیه قوماندان او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو. محمد ګلاب منګل افغان سرتېرو ته د وینا پر مهال وویل((ستاسو په نه ستړي کېدونکو هلو ځلوسره به هرو مرو په هېواد کې سوله او امنیت تامینیږي،موږ ستاسوپه میړانه، سرښندنو او اتلولیو ویاړو، زه به ستاسو د ستونزو په حلولو کې له هیڅ راز همکاریو څخه ډډه ونه کړم)). د فراه ولایت امنیتي چارواکو هم د امنیت ټینګولو لپاره د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ډاډ ورکړ او زیاته ېې کړه،چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به له خپلې خاورې دفاع کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery