مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بصيرالحق عادل

د يوې لنډې دوې ماناوې

  د منلي خبريال ډاکټر دواد جنبش خبره ده: «د پښتو ژبې په کان کې ډېر پټ لعلونه شته، خو که وپلټل شي.»
رښتيا هم دا ژبه چې د هر وخت غليم يې د تاريخ ورکولو هڅه کړې او کوښښ يې کړی چې ټول شته خواږه ترې واخلي، خو د خپل غني ګړني ادب له برکته يې خواږه خوندي دي او له پېړيو پېړيو له يوه نسل ته بل ته لېږدول کيږي.
د پښتو ژبې په  ګړني ادب کې زما په اند تر ټولو مشهور او خوږ فورم «لنډۍ» دي، د لنډيو په اړه ويل کيږي چې ډېری د ښځينو لخوا ويل شوي دي، هغه لنډۍ چې ښځينه احساسات پکې خوندي دي اغېز يې تر توري هم ډېر دی.
ځينې داسې لنډۍ هم لرو چې يو عالم خبرې پکې خوندي وي، يوه دنيا ارمانونه پکې نغښتي وي او بې حسابه خلک ژړولی، خندولی او خوځولی شي.
يو شمېر داسې لنډۍ هم شته چې په مانا يې هر څوک نه پوهېږي او يا يې ښايي د الفاظو په ظاهري مانا دوکه شي، فکر يې ډېرو مسايلو ته ښايي وځغلي، خو که ژور ورته وکتل شي نو لوی درس، عبرت او د ژوند سره تړلې خبرې او مسايل پکې خوندي دي.
لاندې لنډۍ چې په ټولنيزو رسنيو مې لوستې وه په لومړي ځل لوستو يې ما ټکان وخوړ:
چې ما کولی خدای منلی
ورور مې مېړه وای مور مې خواښې وای مئينه
پورته لنډۍ به ډېرو خلکو ته جالبه او نوې وي او ښايي فکر يې مذهبي خواته ولاړ شي او بيخي د لنډۍ لوستل ورته کفر ښکاره شي، خو داسې نه ده.
دې لنډۍ زما فکر دوره جلب کړی و چې يوه ورځ مې يو ورځ پوهنتون کې خپلو ټولګيوالو ته هم په سپينه تخته وليکله چې د دوی غبرګون واخلم، ټولګيوالو مې هم بېلابېلې خبرې وکړې.
په ټولنيزو رسنيو کې له تبصرو او ټولګيوالو له غبرګونونو او بېلابېلو اندونو وروسته د پورته لنډۍ په دوه بېلابېلو ماناو وپوهېدم او درک مې کړې.
لومړی دا چې:
په دې لنډۍ کې د يوې پښتنې سپېڅلتيا خوندي ده، پښتانه چې پاک خلک دي طبيعت يې د اسلام له سپېڅلي دين سره جوړ دی او د دوی په خټه کې يو شمېر اسلامي خبرې اخښل شوي دي، لکه هغه يو شاعر هم ويلي دي: «که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وم.»
دا واقيعت دی، پښتانه همدغه شان خلک دي، سپېڅلي دي، د دوی سپېڅلتوب د دوی له دودونو او کړنو ښه څرګنديږي.
خپلې خبرې ته راځم، د لنډۍ لومړی بند دی: «چې ما کولی خدای ج منلی.» دا د يوې پښتنې پېغلې د ضمير غږ دی، که هر ډول وي د خدای ج امر ته يې غاړه ايښي ده، خپل ارمان او خپله فيصله د پاک خدای ج له فيصلو قربانوي او هر امر يې مني. ددې ارمان او خوښه يو ډول ده، خو د خدای ج امر بيا بل ډول دی، نو ځکه يې ارمان کړی دی، له خپلې خبرې تيريږي او د خپل رب حکم ته مرۍ غځوي.
پښتنه څه غواړي؟ زړه يې څه وايي؟
د لنډۍ په دويم بند کې يې د زړه خبره کړې ده: «ورور مې مېړه وای مور مې خواښې وای مئينه.»
پښتانه پر خپل عزت دومره خوابدوي چې دغه پښتنه نه غواړي له کوره ووځي او د ټکري پلو يې بل څوک وويني، که څه هم د مسلمانې ښځې او مسلمان سړي ترمنځ نکاح کول د خدای ج امر دی، که دا دواړه مسلمانان هر څوک وي، د هر ټبر وي، هر قوم وي، د هرې ژبې ويونکي وي خو چې نکاح يې جواز ولري نو د خدای ج حکم دی او کول يې لازمي دي، خو دا پښتنه چې پورته لنډۍ يې د ټولو پښتنو پېغلو د ضمير غږ دی او استازيتوب يې کوي، دا يې نه خوښيږي چې پردي سړي سره يې واده او نکاح وشي، د داسې چا سره چې نه يې پېژني، د کورنۍ يې نه وي، ورسره خندلی نه شي، ورسره ژړلی نه شي او. . .
نو ځکه وايي چې خدای ج پرې راضي وای «يانې د خدای ج په قانون کې يې جواز وای» او شرعي سرغړاوی نه وای نو زما دا خوښه وه چې خپل ورور مې مېړه وای او خپله مور مې خواښې وای، خپل عزت مې خپل کور کې خوندي وای او له دې کوره هيڅ ځای نه وای وتلې.
خو دا چې د خدای ج حکم بېل دی او د اسلام سپېڅلي دين د ورور او خور ترمنځ نکاح حرامه کړې ده، نو دغه پښتنه هم غاړه ورته ږدي.

د پورته لنډۍ دويمه مانا په لاندې ډول ما درک کړې ده:
د پورته لنډۍ له لومړي بند تېريږو چې مانا يې څرګنده ده رسا دويم بند ته راځو چې وايي: «ورور مې مېړه وای مور مې خواښې وای مئينه.»
موږ او تاسو په خپله ټولنه او په ځانګړي ډول خپل کور کې وينو. د هر خور دا ارمان وي چې ورور يې واده ولري، اصلاً د واده دغه خوشالي يې ارمان وي. کله چې د يوې خور د ورور واده وي نو مياشتې وړاندې ورته تياری نيسي، بېلابېل کالي ورته جوړوي، د خپلو خورلڼو سره د واده د ترتيب لپاره مختلفې تياريانې نيسي او دا هر څه د بې سارې مينې په برکت کوي.
نو په پورته لنډۍ کې هم يوې خور د خپل ورور د مېړه کېدو ارمان کړی دی، يانې وايي کاشکې ورور مې مېرمن لرلی او د مېړه نوم پرې پروت وای، نو چې ورور يې د مېرمن څښتن شي نو مور يې خپله خواښې کېږي او د خواښې کېدو وياړ يې په برخه کېږي.
دې ته ورته نورې ډېرې لنډۍ شته چې، په لومړي ځل ليدو سړی حيرانه کيږي او يايې فکر بېلابېلو خواو ته ورشي، خو که دقيقه پلټنه يې وشي، ولس سره شريکې شي، د ملګرو او استادانو نظرونه پرې وپوښتل شي نو تر شا ډېرې جالبې کيسې لري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery