مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په پکتیا کې د مېوې د پروسس دوه مرکزونه پرانیستل شول

احمد فیصل
په پکتیا ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ دوه مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د پروسس او بسته بندۍ یو مرکز په ګردېز او بل یې په سید کرم ولسوالۍ کې موقعیت لري چې پکتیا ته د کرنې د وزیر د سفر پر مهال پرانیستل شول. د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو دوو مرکزونو پر جوړولو ۲۳۶ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی. هر مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د ۷ مټریک ټنه تازه مېوې د پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري. دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد مرکزونه د مینځلو، پاکولو، بسته بندۍ، زېرمه کولو او وچولو امکانات لري. دغه مرکزونه د اسیا پراختیایي بانک په مرسته او د دولت پراختیایي بودجې له لارې جوړ شوي دي. د کرنې وزیر اسدالله ضمیر پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې په راتلونکي لمریز کال کې په دې ولایت کې د یو شمېر پراختیايي پروژو د عملي کېدو زېری ورکړ. نوموړي وویل، د بڼوالۍ د پراختیا لپاره په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې د بڼوالۍ او مالدارۍ له څلورو ولسوالیو څخه نهو ته وغځول شي. هغه زیاته کړه، چې د دې پروګرام له لارې به ۳۰۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ او زاړه به بیا ورغول شوي. دغه راز ټاکل شوې چې سږ کال د مېرمنو لپاره په پکتیا ولایت کې د چرګانو ۵۰۰ کوچني فارمونه او ۱۰۰۰ کوچنۍ شنې خونې جوړې شي. د کرنې وزیر وویل، د اوبو د زېرمه کولو او د اوبولګونې د ستونزو د هواري په موخه په پام کې لرو چې په پکتیا کې ۲۰ د اوبو زېرمه کولو لوی حوضونه جوړ او د دې تر څنګ د اوبو ۵ لوی سربندونه به هم جوړشي. اسدالله ضمیر همداراز وویل چې په راتلونکي ۱۳۹۵ کال کې به د ۵۰۰۰ ټنو په ظرفیت یوه ستراتېژیکه ذخیره هم جوړه شي. نوموړي وویل:« د مالدارۍ په برخه کې به ۲۰۰ زره دوزه واکسین په څارویو تطبیق شي او د دې ترڅنګ د مچیو د پراختیا لپاره په دغه ولایت کې ځانګړې برنامې هم لاسه لاندې نیول شوي دي.» د جلغوزیو د ځنګلونو د سروې لپاره مقدماتې فعالیتونه، د لمریزو واټرپمپونو کارونې تجربه کول، د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرو ویش د کرنې وزارت د برنامو نورې برخې هغه برخې وې چې د کرنې وزیر یې یادونه وکړه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery