مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغانستان بانک د صرافیو تضمین لس چنده کړی

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان بانک د نوې مقررې له مخې پر ټولو صرافانو بانکي تضمین لس چنده لوړ شوی، خو صرافان د مرکزي بانک دغه پرېکړه نه مني. د دې ترڅنګ د مرکزي بانک د نوې مقررې پر بنسټ بهر ته د صرافیانو له لارې د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې هم یو لړ محدودیتونه وضع شوي دي. د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې پرون یکشنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک دغه پرېکړه وغندله. په دې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه راغلو صرافانو او یو شمېر کسبګرو برخه اخیستې وه. د صرافانو د سراسري ټولنې مشر خان محمد باز وايي چې د افغانستان بانک له خوا وضع شوي نوي مقررات دوی ته د منلو وړ نه دي. باز همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې دغه شرایط د افغانستان له حالاتو سره برابر نه دي او صرافان یې د پوره کولو توان نه لري. هغه وویل چې پخوا به د افغانستان بانک له هر صراف پنځوس زره افغانۍ تضمین اخیسته، خو اوس دا کچه پنځه سوه زرو ته لوړه شوې ده. د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې مشر زیاته کړه، چې په یو ځل د بانکي تضمین لس چنده لوړول هېڅ صراف ته د منلو وړ نه دي. باز وویل:«دا د نړۍ په هېڅ قانون کې نشته چې مالي تضمینونه دې یو ځل په دومره کچه لوړ شي، که په مالیاتو کې هم بدلون راځي له یو سلنې نیولې تر دوه سلنې پورې تغیر په کې راځي، خو د افغانستان بانک په بانکي تضمین کې د فیصدۍ له مخې تر سل سلنې هم ډېر زیاتوالی راوستی دی.» دی وايي چې د افغانستان بانک په یو شمېر نورو برخو کې هم د صرافانو پر وړاندې محدودیتونه وضع کړي دي. نوموړي وویل چې د نویو مقرراتو له مخې صرافان باید د حوالې د پیسو اسناد تر پنځو کلونو پورې وساتي. هغه د افغانستان بانک د دغه اقدام په اړه وویل چې د افغانستان په څېر هېواد کې هېڅ شونې نه ده چې اسناد دې تر پنځو کلونو پورې وساتل شي. ده زیاته کړه چې د نړۍ معتبر مالي سیستمونه لکه ویسټرن یونین تر یو کال ډېر اسناد نه ساتي، خو د افغانستان بانک له صرافانو غوښتي چې د حواله جاتو اسناد تر پنځو کلونو پورې وساتي. ویل کېږي چې د افغانستان بانک په هېواد کې د تورو پیسو او له جرایمو څخه د لاسته راغلو پیسو د مخنیوي په موخه دغه ګام پورته کړی دی. حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې په خصوصي بانکونو او صرافیانو کې د تورو پیسو د لېږد رالېږد مخه ونیسي. دغه راز ویل کېږي چې له افغانستانه بهر ته ډالر هم په اسانه قاچاق کېږي. خو د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې مشر دا ډول ادعاوې په کلکه ردوي. خان محمد باز وايي چې ډالر د افغانستان بانک له خوا د یوه شفاف سیستم له لارې وخت نا وخت بازار ته عرضه کېږي او قاچاق یې امکان نه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery