مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-08   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د برېښنا په پرې کولو کې د مافیا لاس دی

سید سلام
د برېښنا په پرې کولو کې د مافیا لاس دی له یوې اونۍ ډېر وخت وشو، چې له ازبکستانه کابل ته د ٢٥٠ ميګاواټه برېښنا جريان پرې شوى او برېښنا شرکت اداره اړه شوې ده چې د کابل ښاريانو د اړتيا وړ يوه برخه برېښنا د جنراتورونو پرمټ ورسوي. د راپورونو پر اساس په کابل ښار کې یواځي د برېښنا شرکت له خوا په یوه شپه کې ۵۵زره لېتره تېل سوځول کیږي او هغه څوک، چې جنراتورونه کاروي او خپل شخصي تېل سوځوي هم له اټکله زیات مصرف لري. امنیتي چارواکي دبرېښنا د ستنې نړولو پړه پر طالبانو اچوي او وايي وسلوالو د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د برېښنا پایې په ماینونو الوځولې دي، خو طالبان بیا دا ادعا ناسمه بولي . طالبانو په څو خبرپاڼو کې په یاده پېښه کې خپل لاس لرل رد کړ او ان دا یې هم وویل: چې ځینې ډلې د حکومت او طالبانو ترمنځ دجګړو له کبله له فرصته دا ګټه پورته کړې ده او دبرېښنا ستنې یې پرې کړې، دطالبانو اعلامیه دا هم زیاتوي: موږ حاضر یو، چې دبرېښنا شرکت د انجینرانو او کارمندانو امنیت هم خوندي کړو. شنونکي وايي،چې د برېښنا په قطع کولو او بېرته ژر نه رغولو کې د تېلو د مافیا لاس دی.د دوی په اند که طالبانو د برېښنا پایې نړولای ډېر پخوا یې هم دا کار کولای شوای او په ډېرو نورو ځایونو کې هم دا کار کولای شي. کابل ښاریان هم چې د برېښنا دنشت له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي وايي دولت باید ژر تر ژره هغه ساحه ولکه کړې وای، په کومه کې چې د دوی په خبره طالبانو د برېښنا یو ستن په ماین الوځولې ده. بله خوا بیا داسي هم ویل کیږي، چې د تېلو او جنراتورونو مافیا له ځینو سیمه یزو قوماندانانو سره لار لري او برېښنا شرکت کارکونکي دېته نه پریږدي،چې ساحې ته ولاړ شي او کار وکړي. دا هم ویل کیږي،چې دتېلو او جنراتور مافیا غواړي په بغلان ولایت کې دبرېښنا څو نورې ستنې هم ويجاړې کړي. دبرېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي هم وايي: په بغلان کې دبرېښنا ستنې، طالبانو نه،بلکې یو سیمه ییز جنګسالار نړولې دي او هلته یې چاودنه کړې ده. د برېښنا سوداګريز شرکت مشر ميرويس عالمي وايي چې که د بغلان امنيتي ځواکونه امنيت خوندي کړي څو د هغوى تخنيکي ډله د برېښنا پايې په جوړولو پيل وکړي او په ډېره لیږه موده کې به دوی د برېښنا ستن ورغوي. اقتصادي کارپوهان وايي په افغانسان کې لاهم د تېلو په ګډون ډېری نور توکي هم د مافیا په لاس کې دي او له دې سره سره،چې په نړیوال بازار کې د یوه شي قېمت رالویږي خو دلته لا هم مافیا پر بازار انحصار لري. د بېلګې په توګه په نړیوالو بازارونو کې د خامو نفتو بیه را ټیټه شوې ده او یو بیرل خام نفت په ۲۹ ډالره پلورل کېږي خو په افغانستان کې یو لیټر A80 پټرول چې تر ټولو ټیټ سټنډرد دی، په ۴۴ افغانۍ پلورل کېږي. که د نړیوالو بازارونو د قېمتونو پر اساس حساب وشي نو په افغانستان کې د یو لیټر پټرول بیه باید د مالیې او ترانسپورت له لګښت وروسته ۱۶ افغانۍ وي په داسي حال کې چې په کابل ښار کې د تېلو یو لیټر په ۴۴ افغانۍ خرڅيږي . او څوتنه میلیونران دي،چې د تېلو قراردادونه یې منحصر کړي او بیې یې هم په خپل سر ټاکي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery