مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نوی کابل بانک لا هم د عوایدو ۱۰ سلنه کسر لري

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
د نوي کابل بانک چارواکي وايي چې دغه بانک لا هم د عوایدو له ۱۰ سلنه کسر سره مخ دی. کابل بانک په ۱۳۸۹ کال کې دېوالي شو او مرکزي بانک له دې امله چې له دې بانک څخه سلګونه ميليونه ډالر په ناقانونه توګه شخصي جيبونو ته لوېدلي وو، له هغه څخه يې ملاتړ وکړ او د نوي کابل بانک نوم يې ورکړ. دا مهال د کابل بانک يو شمېر مهم پخواني چارواکي لکه عامل رييس شيرخان فرنود او اجرايي مشر خليل الله فيروزي چې د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوي، په زندان کې دي. د کابل بانک د قضیې پر یادو اصلي عاملینو سربېره، حکومت د دغه بانک ١٥٥ پوروړي ممنوع الخروج اعلان کړي او ملکيتونه يې ضبط شوي دي. دغه بانک تر دوو کلونو مخکې پورې هر کال شاوخوا ۶ میلیونه ډالره زیان کاوه، چې د چارواکو په وینا اوس پر خپلو عوایدو د بسیا کېدو په حال کې دی. د دغه بانک د عامل پلاوي سرپرست سید جان سعید وايي چې نوی کابل بانک په ۲۰۱۵ کال کې په دې وتوانېده چې د ټولو عوایدو ۹۰ سلنه له خپلو سرچینو پوره کړي. ده چې پرون یې په یوه غونډه کې د نوي کابل بانک د تېر یو کلني فعالیت راپور وړاندې کاوه، وویل چې یاد بانک لا هم په تاوان کې روان دی. د هغه په وینا د پخوا په پرتله د بانک وضعیت ښه شوی دی او د ښه کېدو لپاره یې نورې هڅې روانې دي. نوموړي سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې اقتصادي شرایط سخت وو، خو بیا هم دغه بانک وتوانېد چې د خپلو لګښتونو ډېره برخه له خپلو عوایدو پوره کړي. سعید وویل چې دوی د یو سوداګریز بانک په توګه د هېواد په اقتصادي ډګر کې په ډېر لنډ وخت کې وکولای شول چې د بانکدارۍ په صنعت کې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. د مالیې وزارت د خزاینو او عوایدو عمومي رییس او د نوي کابل بانک د عامل پلاوي مشر محمد اقا کوهستاني په غونډه کې وویل چې ۲۰۱۵ کال له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره له ننګونو ډک کال و. کوهستاني خوښي څرګنده کړه چې له ستونزو سره سره بیا هم په ۲۰۱۵ کال کې د نوي کابل بانک فعالیتونه د ستایلو وړ وو. په غونډه کې دغه راز د کابل پوهنتون استاد او د بانک د څارونکي پلاوي مشر استاد سید مسعود وویل چې د څېړنې له کمېټې او نورو برخو سره په تفاهم مو وکولای شول چې د بانک د ظرفیت لوړونې او قانونمندۍ په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړو. هغه زیاته کړه، چې د نوي کابل بانک د لګښتونو د کمولو، د سرپرستۍ د ستونزو د هواري، د ظرفیتونو د لوړولو او نورو برخو کې ډېر کارونه ترسره شوي دي. استاد مسعود وویل چې ننګونو پر فرصتونو بدلې شوې دي او د وژونکي رقابت مخه نیول شوې ده. نوموړي وویل چې نوی کابل بانک د دولت د مصرفي دهلیز په توګه تل په دې هڅه کې دی چې د لګښتونو کموالي ته په پام سره مشتریانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. له هغې ورځې چې کابل بانک له کړکېچ سره مخ شوی دی، دغه بانک هر کال په میلیونو ډالره زیان کوي. دوه کاله مخکې د دې بانک چارواکو ویلي وو، چې نوی کابل بانک هر کال شاوخوا شپږ میلیونه ډالره زیان کوي او دغه پیسې د دولت له بودجې ورکول کېږي. نوی کابل بانک د پلور لپاره دوه میاشتې مخکې داوطلبۍ ته وړاندې او تر اوسه د داوطلبۍ په بهیر کې دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery