مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ځیني مدني فعالان او شنونکي: سیاسي ډلې او مدني ټولنې دې حکومت د برېښنا جوړولو ته مجبور کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
شنونکي او مدني فعالان وايي، په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا ستنې مافیايي او افغان دښمنه کړیو الوځولې؛ خو په دې اړه د حکومت، په نوم د اپوزېسیون، د سیاسي بنسټونو او مدني فعالانو پر چوپتیا نیوکه کوي. د سرچینو په وینا، په ډنډ شهاب الدین کې له ازبکستانه د برېښنا د غځېدلو مزو یوه ستنه لومړی پر هاوان مرمۍ لګېدلې خو دوه نورې ستنې یوه سیمه ییز قوماندان اره کړې دي چې یوه لویه مافیا یې تر شا ولاړه ده. د بغلان یوه چارواکي رسنیو ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د برېښنا لومړۍ ستنه طالبانو الوځولې ده؛ خو دوه نورې یې یوه سیمه ییز قوماندان د بل چا په غوښتنه اره کړې دي. مدني فعالان بیا د اپوزېسیون، سیاسي ډلو او نورو مدني فعالانو پر چوپتیا نیوکه کوي او وايي چې نه یې پر برېښنا د واکمنې مافیا پر وړاندې غږ اوچت کړی او نه یې له حکومته غوښتي چې برېښنا ورغوي. مدني فعال جمشید داوودزی وايي، په افغانستان په سلګونو مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او څو اپوزېسیونونه فعال دي؛ خو کله چې پر ملت ستونزه راځي یو یې هم غږ نه اوچتوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: ((طالبانو د ستنو الوځول رد کړل او حکومت هم وايي چې موږ نه دې ویشتلې، نو بیا دا کار چا کړی؟ د تېلو مافیا او که د حکومت د بدناموونکو کړیو؟ دا باید خلکو ته روښانه شي.)) دی زیاتوي، که د مافیا پر ضد او کار ته د حکومت اړ کول د کوم سفارت پروژه وای، اوس به هره ورځ د کابل سړکونه لاریونونو تړلي وو؛ خو که پلازمېنه له دوو اونیو را په دېخوا برېښنا ونه لري ټول یې پر وړاندې چوپ دي. ښاریان بیا وايي چې برېښنا که هر چا پرې کړې ده، اوس یې د دوی لپاره بېرته راتګ مهم دی. د اتمې ناحیې یو اوسېدونکی محمد خان وايي: ((اوس پر دې هم وخت ضایع کېږي چې برېښنا چا پرې کړې چې هر چا پرې کړې وي حکومت یې د جوړولو مسوولیت لري او برېښنا شرکت باید په هر قیمت کابل ته ژر برېښنا راولي.)) د انوارالحق احدي تر مشرۍ لاندې د اعلان شوي اپوزېسیون یوه ویاند وحیدالله غازي خېل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې دوی له ملي ګټو سره خیانت په هر حالت کې غندي او د ملي پروژو ساتنه د حکومت دنده بولي. د غازي خېل په وینا، هر هغه څوک چې افغانان له نعمتونو محروموي، دوی يې پر وړاندې غږ اوچت کړی او په بغلان کې د برېښنا د مزو پرې کوونکي هم هماغه افغان دښمنه کړۍ دي. دی وایي، د دوی اپوزېسیون د برېښنا د مزو د پرې کولو په غندنه کې یوه اعلامیه هم خپره کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې سرنوشت ته ویلي وو، دوی چمتو دي له کوم قید او شرط پرته د برېښنا شرکت له کارکوونکو سره مرسته وکړي. مجاهد ویلي وو، دوی د ټاپي او برېښنا په څېر ملي پروژو ته ژمن دي او د دغه کار په تخریب سره دوی ته هېڅ ډول ګټه هم نه رسېږي. خو اوس یو شمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي چې طالبانو په ډنډشهاب الدین کې د عملیاتو بندولو په شرط د برېښنا شرکت له کارکوونکو سره د مرستې ژمنه کړې. له بل پلوه د برېښنا نشتوالي د ګڼو فابریکو کارونه درولي او د خلکو پر اقتصاد یې لنډ وخت کې منفي اغېز کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery