مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کابل ښاریان: د چارواکو لپاره د سړکونو بندېدو نور تر پزې راوستي یو

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
په داسې حال کې چې حکومت د پلازمېنې د سړکونو د نه تړلو خبرې کوي، خو ښاریان بیا وايي چې هر سهار او مازدیګر د پلازمېنې مهم سړکونو د دوتلي چارواکو د موټرو تېرېدو لپاره تړل کېږي او خلک ورته اوږد انتظار تېروي. مدني فعالان بیا وايي چې وزیرانو شورا پر خپله پرېکړه هم عمل نه کوي او دغه کار یې د خیالي پرېکړو معنا لري چې خلک پر هغوی بې باوره کړي. ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر مهال له خلکو سره ژمنه کړې وه، که واک ته ورسېږي نو د پلازمېنې سړکونه به د کوم چارواکي د تګ پر مهال نه تړل کېږي، دغه راز د سرنوشت د معلوماتو له مخې، وزیرانو شورا په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې باید د هېڅ دولتي چارواکي لپاره کوم سړک بند نه شي. د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې ان د ولسمشر لپاره د تګ راتګ پر مهال د سړک تړل د قانون خلاف ګام دی. خو کابل ښاریان وايي، د ولسمشر د مرستیالانو، اجرایه رییس او دویم مرستیال یې، د یو شمېر وزیرانو او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ته اوس هم هر سهار د پلازمېنې سړکونه تړل کېږي. د کابل د کارته چهار سیمې یو اوسېدونکی حاجي شاه محمد وايي، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته هر سهار د کارته سه او دارلالمان سړکونه تر صدارته تړل شوي وي او کله چې له دفتره بېرته وځي نو سړکونه ورته تړل کېږي. دی وايي، قانون باید پر ټولو وګړو یو شان پلی شي او ولسمشر دې هم د ټاکنیزو سیالیو پر مهال کړې ژمنه پوره کړي. مدني فعال روح الله زهیر وايي، نور باید په افغانستان کې د سړک بندونې کلتور د حکومت له خپلې پرېکړې سره سم پای ته ورسېږي. نوموړي سرنوشت ته وویل، وزیرانو شورا په خپله پرېکړه کړې چې نور به چا ته سړک نه بندیږي؛ خو همدغه چارواکي بیا خپله پرېکړه حتا خپله نه عملي کوي چې په دې سره به د دوی پرېکړې خپل باور او قانوني بڼه له لاسه ورکړي. زهیر وایي، د دې تر څنګ ډېرو دولتي چارواکو او زورواکو د خپلو کورونو کوڅې تړلې دي، هغه د بېلګې په توګه په خوشحاله مېنه کې څو کوڅې یادوي چې د دولتي چارواکو او پخوانیو مجاهدینو له لوري تړل شوې دي. نوموړی همداراز زیاتوي، د ولس او ولسمشر تر منځ د واټن ختمولو ژمنه هم د ولسمشر غني د ټاکنیزو سیالیو خبره وه چې تر اوسه هماغسې شعار پاتې دی او باید پلي کولو ته یې جدي ګامونه واخیستل شي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي چې نوموړی د سړک بندولو پر کومه پرېکړه نه دی خبر. هغه سرنوشت ته وویل، دی په دې اړه معلومات نه لري چې شورا څنګه پرېکړه کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery