مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان حکومت د جيمز کلپر وروستۍ څرګندونې رد کړې

احمد فیصل
ولسمشری ماڼی د امريکا د استخباراتو د ادارې مشر وروستۍ څرګندونې ردوې چې ویلي دي د افغانستان حکومت به په روان میلادي کال کې له سياسي سقوط سره مخ شي.د ولسمشری ماڼی ویاند سید ظفرهاشمي رسنیو ته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د امریکا د استخباراتو د رییس دا څرګندونې تر ډيره د سیمې ګواښونه څيړي. ښاغلي هاشمي وویل چې دا څرګندونې مشخص افغانستان ته نه دي شوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د ملي امنيت ادارې مشرجيمز کلپر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې طالبان د سولې خبرو ته لېواله نه دي او د افغانستان حکومت به په روان۲۰۱۶ میلادي کال کې له سياسي سقوط سره مخامخ شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery