مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-12   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ّپه بغلان کې لسګونه ملکیان وژل شوي دي

د بغلان د جنګ ځپلیو سیمو مشران او سپین ږیري وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې عامو خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده. د بغلان سپین ږیرو پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د عملیاتو له پیله تراوسه پوري لږترلږه ۱۲۵ ملکیان د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي،۶۵۰ نور ژوبل شوي دي او ۳۰ زره کورنۍ یې مجبوره کړي چې په دې سره ژمي او وارو کې کور پرېږدي. د سیمي خلک دا هم وايي چې شخصي ملېشې سیمه ییز قوماندانان د امنیتي ځواکونو له نامه ګټه پورته کوي او د خلکو باغونه په دې پلمه اره کوي چې ګواکي هلته طالبان پټيږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery