مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-10   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

محمد گلاب منگل: دخوست د خلکو ستونزې به تر ولسمشره رسوو.

سید سلام
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل خوست ولایت ته د یوه رسمي سفر پرمهال څرګنده کړه،چې غواړي د خلکو ستونزې له نږدې واوري او د حل په موخه لازم اقدامات تر سره کړي. ښاغلي منګل دې ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل:(( موږ خوست ته د ولسمشر د لارښوونې پر اساس راغلي يو,تر څو د خوست د اوسېدونکو ستونزې له نږدې واورو او د حل په موخه يې له ولسمشر او د کابينې له غړو سره شريکې کړو)). خوست ولایت ته په دغه سفر کې چې نن چهارشنبې د 1394 لمريز کال د سلواغې پر 21 نېټه تر سره ‎شو، د ولسمشر سلاکارانو حاجي علي اکبر ژوندي او محمد طاهر صبري،د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال څېړندوی عبدالغفور لېوال او یو شمېر نورو چارواکو د ښاغلي محمد ګلاب منګل ملتیا کوله. خوست ولایت ته د تللي پلاوي د ورتګ په اړه د دې ولایت والي ښاغلي حکم خان حبيبي د له دغه پلاوي مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا کار به د دولت او ملت ترمنځ د واټن په کمېدو کې مرسته وکړي. په خوست کې جوړه شوې غونډه کې له دولتي لوړپوړو چارواکو سربېره د دې ولایت ترڅنګ د پکتيا, پکتيکا او لوګر ګڼو قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون ګډون کړی وو. دغو قومي مشرانو له یاد دولتي پلاوي سره خپلې ستونزې شریکې کړې او زیاته یې کړه،چې د هیواد د سوکالي او تل پاتې سولې په موخه به له افغان حکومت سره مرسته او همکاري کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery