مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-09   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ډنمارک به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

سید سلام
د اڅرګندونې د ډنمارک سفیر اوفی اولفهکی د افغان دولت د سرحدونو اوقبایلو چارو له وزیر محمد ګلاب منګل سره په کتنه کې وکړې. د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کتنه، نن سه شنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د ښاغلي محمد ګلاب منګل په دفتر کې وشوه. سرچینه کاږي،چې په دې کتنه کې محمد ګلاب منګل ډنمارک هیواد د افغانستان تاریخی دوست وباله او زیاته یی کړه:چې ډنمارک په تېرو ۱۴ کلونوکې زموږ له هېواد سره په بېلابېلو برخو کې هراړخیزې مرستې کړي دي او د افغانستان خلک به هیڅکله د دوست هیواد هغه مرستې،چې د تاریخ په اوږدوکې یې له افغانانو سره کړي دي هېرې نه کړي. محمد ګلاب منګل د ډ نمارک هېواد د همکاریو په لړ کې د دغه هیواد هغو مرستو ته هم ګوته ونیوه، چې د هلمند ولایت د پوهنې او نورو برخو کې یې کړي وې، د ه زیاته کړه، چې د هلمند خلک ستاسو د همکاریو قدر کوي او هیله من دي، چې ډنمارک به تل د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې وساتي. ښاغلي منګل زیاته کړ((زه بشپړ باور لرم چې زموږ دوستانه اړیکې به په بېلابېلو برخو کې لا ټینګښت او پراختیا ومومي)). وروسته د ډنمارک سفیر ښاغلي اوفی اولفهکی وويل: ((زه د خپل حکومت په استازیتوب تاسو ډاډ درکوم چې ډنمارک به هیڅکله هم افغانان یوازې پرې نږدې او له هیڅ ډول مرستو او همکاریو نه به ډده ونه کړي)). هغه زیاته کړه، دی باور لري،چې د ډنمارک او افغانستان اړیکې به نورې هم پراخي شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery