مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په شلغمانو کې تک سور چوغندر

محمود نظری


 


 

 ومی لیده د خپلې پایچی لاندی بخۍ
 دتان د سرراته ښکاره سوه هلته ټاپۍ
 دتان اوبدونکی ته ښه دتان سر دی
 خیاط پټوي سر دتان لاندې تر ژۍ
 دلته دخلکو نظرونه هلته ده درب رضا
 د وري پوست سي قره قل د پسه ماسۍ
***
موږ به هیڅ وخت دجنت مخ ونه وینو په عقبا
 ځکه جنت مو نه کړ خپل وطن لکه نورو بیا
 جنت دهغو لپاره دی چې ځان ته جنت جوړوي
 ددنیا د دوږخیانو هم دغه دوږخ دی بله دنیا
***
له ارسطو وپوښتله کبیر اسکندر
 څنګه تر پښو لاندی کړم دا کام بهادر
 ول ناکسه باندې له یوه سره مقرر کړه
 ټول ملت له لویږې کړه په کښې دربدر
 ناکسه به دبقا لپاره وي ستا وفادار
 لوږې د نس په خوږ اخته وي بداختر
***
غین وپوښتل له عین څخه په اوله ورځ
 د چغلانو ګیدړانو څنګه سوې ته حېدر
 ول ګوره زه په وطنفروشي کې یم آزموده
 په شلغمانو کې یم تک سور چوغندر
 کار اهل کا رته هیڅ چیري نه سپارم
 غل باید تیزبین وي څوکیدارشپېلندر
 مسلکي خلک مړه یا له وطنه تښتومه
 له نظارو څخه مشاور کړم شکېلندر
 یو له هغو کسانو څخه ویاند کړم
 چې مست وي بیله په کونه نوشادر
 دشلو هیوادو غلامي کومه بې خاره
 په ټګې برګئ ځان د خلکو کړم صدر
 شپېلندر( شمکور)، شکېلندر( غټه بوجله)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery